د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

"د کاندیدانو ترمنځ د سیاسي خبرو پر بیا پيلیدو موافقه وشوه"


د ولسمشرۍ د انتخاباتي لانجو د حل د هڅو په دوام دواړو کاندیدانو تیره شپه یو ځلي بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کرې سره خبرې کړي.

د دواړو انتخاباتي ډلو استازو د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، دغه خبرې چې د ویډیو کنفرانس له لارې وشوې په کې د کاندیدانو ترمنځ د سیاسي خبرو پر بیا پيلیدو موافقه وشوه.

دوي دغه خبرې مثبتې ارزوي او هیله څرګندوي چې ډير ژر به دواړه لوري د اختلافي مواردو پرسریوې وروستۍ موافقې ته ورسیږي.

په داسې حال کې چې د ملي وحدت حکومت د جوړیدو پرسر د دواړو انتخاباتي ډلو ترمنځ خبرې د څو ورځو لپاره وځنډیدې، اوس دواړه لورو موافقه کړې چې دا لړۍ به یو ځلي بیا پيلوي.

د دې انتخاباتي ټیمونو استازود پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا موافقه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري سره د کاندیدانو د تیرې شپې تر خبرو وروسته وشوه.

د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم یوه ویاند فضل الرحمن اوریا ازادۍ راډیو ته وویل، چې له جان کري سره د ډاکټرعبدالله خبرو ښې نتیجې درلودې:

″د ډاکټرعبدالله او جان کري ترمنځ خبرې او په مجموع کې کومې خبرې چې له نړېوالې ټولنې سره شوي، له دې څخه دا نتیجه لاس ته راغلې چې، د دواړو ټیمونو ترمنځ یو وارې بیا باید خبرې پیل شي او دې خبرو د ستونزو پر حل باندې ډير مثبت تاثیر درلود.″

که څه هم ښاغلي اوریا د عبدالله او جان کري ترمنځ د خبرو جزیات ورنه کړل، خو د ښاغلي عبدالله د ویاند فاضل سانچاره کي په فیسبوک پاڼه کې په دې اړه یوڅه معلومات خپاره شوي.

سانچاره کي لیکلي، چې عبدالله عبدالله جان کري ته وویل، چې دی په دوه زره نهم کال کې یو ځلي له خپل موقفه تیرشو خو په وینا یې چې دا ځلي به د خلکو له حقه دفاع وکړي.

په دې لیکنه کې د عبدالله په حواله لیکل شوي، چې، دی له تقلب کارانو سره د خبرو په پرتله دې ته ترجیح ورکوي چې پرکور کښیني.

خوله دې سره سره اوس د کاندیدانو استازي وایي، چې د دواړوکاندیدانو ترمنځ به خبرې پیل شي او د پنجشنبې په ورځ به هم ملاقات وکړي.

په همدې حال کې د تحول او تداوم د ټیم یوه استازې طاهر زهیر ازادۍ راډیو ته د دواړو کاندیدانو او د هغوی د کاري ټیمونو ترمنځ د خبرو د بیا پیلیدو په اړه وویل:

″د ناستو لړۍهم د دواړو لورو د کاري ټیمونو ترمنځ دوام لري او د دواړو کاندیدانو ترمنځ به هم دوام وکړي.

نن به هم کاندیدان سره وویني او موږ هم خوشبینه یو چې د اختلافي مواردو پر سره ژر تر ژره موافقه وشي.″

د ولسمشرۍ دواړوکاندیدانو د چهارشنبې په ورځ له ولسمشر حامد کرزي سره هم په ارګ کې وکتل خو دغې لیدنې د پام وړنتیجه نه درلوده.

حامد کرزي ویلي، دی به د دواړو کاندیدانو له خوا د هرې وروستۍ موافقې ملاتړ وکړي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم په کابل کې دی څو دواړه کاندیدان د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري په حضورکې د شوي موافقې عملي کولو ته وهڅوي.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د پنجشنبې ترورځې د رایو د تفتیش د بشپړیدو خبره کوي او وایي، چې ډیرژربه د انتخاباتو وروستۍ نتیجه څرګنده شي هغه څه ته چې عام افغانان په بې صبرۍ سره سترګې په لاره دي.

XS
SM
MD
LG