د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۳۶

زابل: د وسله والو مخالفینو سره نښته د ۱۳مخالفینو په وژلو پای ته ورسیده


چارواکي وايي، په زابل کې د سرتېرو او طالب وسله والو ترمنځ نښته شوې ده چې په کې شلو تنو تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دغه نښته کې د وسله والو وسلې، چاودېدونکي توکي، مخابرې او موټر سايکلونه هم د سرتېرو لاس ته ورغلي دي.

د زابل امنيتي چارواکي وايي، پرون ناوخته د زابل د شملزو او شينکۍ ولسواليو ترمنځ د ملي پوليسو او طالب وسله والو ترمنځ نښته شوې ده چې د ديارلسو تنو وسله والو په وژل کېدو پای ته رسېدلې ده.

په وژل شويو کسانو کې د ملا مراد کامل په نامه د طالبانو يو سيمه‌ييز قومندان او دوه تنه پاکستانيان هم شامل دي.

د زابل د امنيت امر غلام جيلاني فراهي وايي، دوی شملزو ولسوالۍ ته اکمالات لېږدول چې په لاره کې له طالبانو سره په جګړه اوښتې دي.

دی وايي، د سرتېرو او طالبانو تر منځ نښتې څلور ساعته دوام وکړ چې پکې ديارلس تنه وسله وال ووژل شول او اووه تنه نور ژوبل شول.

د ده په خبره، په دغه نښته کې سرتېرو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی.

"موږ شملزو ولسوالۍ ته اکمالات لېږدول چې د شملزو او شينکۍ تر منځ له طالبانو سره په جګړه واوښتو. په دغه جګړه کې د ملا مراد کامل په نامه د طالبانو د يوه قومندان او دوو پاکستانيانو په ګډون ديارلس تنه وسله وال وژل شوي او اووه نور ژوبل دي. په جګړه کې د طالبانو پيکا، کلاشينکوفونه، راکټ او ايکم مخابرې هم زموږ لاس ته راغلې دي."

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په دې ورستيو کې يو ځل بيا د زابل په بېلابېلو برخو کې طالب وسله والو سر پورته کړی دی او له سرتېرو سره جګړې کوي، چې زيات وخت د وسله والو غاړې ته د مرګ ژوبلې په ور اوښتو پای ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG