د برتانيې په وېلز کې د ناټو د سرمشريزې په درشل کې د افغانو ښځو حقونو ته د پاملرنې د زياتېدو لپاره د چهارشنبې په ورځ په برتانيه کې د ښځو او بشري حقونو مدافع ډلو يو لاريون وکړ.
د لاريون کوونکو غوښتنه دا وه چې د ناټو په سرمشريزه کې د امنيتي ستونزې په اړه مهمې پرېکړې کيږي چې مستقيماً د ښځو پر ژوند اغېز کوي خو په دې غونډه کې لکه د تېرو غونډو په څېر افغانې مېرمنې حضور نه لري.
په دغه کمپاين کې افغانې ښځې فعالانې، د بخښنې نړېوال سازمان او له ښځو پرته سوله نشته غړو ګډون کړی وو.
د افغانو ښځو شبکې فعاله سميرا حميدي د دغه کمپاين يوه ګډونواله وه.
ملالۍ بشير ورسره مرکه کړې ده او په سر کې يې ځينې پوښتلي دي چې د ناټو په سرمشريزه کې افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ په اړه خبرې کيږي.
ستاسو په فکر دا خبرې د افغانو ښځو پر راتلونکي څه اغېز لرلای شي؟