د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

نور: د کاندیدانو ټولو پوښتنو ځوابولو ته چمتو یو


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي؛ دوی د انتخاباتو په تخنیکي بهیر کې د کاندیدانو هر ډول پوښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره چمتو دي.

د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټيم تیره ورځ یو ځل بیا ګواښ وکړ چې؛ که د دې ټيم غوښتنو ته په ۲۴ ساعتونو کې پام ونه شي؛ نو دوی به د انتخاباتو د تخنیکي بهیر تر څنګ له سیاسي بهیر سره هم پریکون اعلان کړي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې؛ د انتخاباتو بهېر د دواړو کاندیدانو له خوا دمنل شویو میکانیزمونو په رڼا کې پرمخ ځي.

نوموړي وویل، بیا هم کمیسیون دې ته چمتو دی چې د کاندیدانو غوښتنو ته ځواب ورکړي:

"د انتخاباتو خپلواک کمیسیون حاضر دی چې؛ دواړو کاندیدانو او ملګرو ملتونو ته هغه مسایل واضح کړي؛ چې هغوی ته ګونګ دي، د انتخاباتو کمیسیون په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه له کاندیدانو سره په تماس کې دی او له تخنیکي ټیمونو سره یې اړیکه لري؛ موږ هیله من یو چې دا بهیر داسې پای ته ورسیږي؛ چې دواړو کاندیدانو او اکثرو افغانانو ته د منلو وړ وي."

د بلخ والي او د جمعیت اسلامي ګوند د اجراییه شورا عمومي رییس عطا محمد نور هم پر خپلو پلویانو غږ کړی چې؛ د انتخاباتو د وروستیو جریاناتو پر وړاندې اعتراضونو ته چمتو شي.

ښاغلي نور پرخپله فیسبوک پاڼه په خپاره شوي بیان کې د انتخاباتو پر خپلواک کمیسیون د افغانستان پر حکومت او ملګروملتونو انتقاد کړی چې؛ د دوی د غوښتنو په منلو کې پاتې راغلي دي.

ښاغلی نور په خپل بیان کې د رایو د تفتیش بهیر ناکام بللی او ویلي یې دي چې؛ نړېوالو څارونکو په انتخاباتو کې د درغلیو پر مواردو سترګې پټې کړي او د دوی ځواب یې په چوپتیا ورکړی.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې؛ د رایو تفتیش او ابطال بهیر د ملي او نړیوالو معتبرو څارونکو له خوا پر مخ ځي او نتیجه یې باید ټولو ته د منلو وړ وي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور دغه راز وویل چې؛ په راتلونکو څو ورځو کې به د رایو د تفتیش بهیر پای ته ورسیږي.

نوموړي وویل چې، تردې مهاله ۹۰ فیصده رايې تفتیش شوي دي:

"ټول هغه صندقونه چې د تیرې ورځې ترماښامه پوري بیا څیړل شوي ۲۰۵۱ صندوق ته رسیږي، چې دا په حقیقت کې د ټولو رایو ۹۰ سلنه جوړوي."

سره له دې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د رایو دتفتیش د دقیقې نیټې دپای ته رسیدو په اړه څه ندي ویلي؛ خو له دې وړاندې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش ویلي وو؛ چې ممکن د رایو تفتش او ابطال د سنبلې تر نولسمې پورې بشپړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې دواړه کاندیدان تراوسه هم د ملي وحدت حکومت د جوړېدو په اړه نهایي موافقې ته نه دي رسیدلي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG