د اسلامي دولت وسله والو د عراق په شمالي سیمو کې په سیستماتیک ډول په نژادي تصفیه لاس پورې کړی دی.
د عفوې نړیوال سازمان په یوه رپوټ کې چې نن (سه شنبه) خپور شوی؛ ویلي، د اسلامي دولت وسله والو د عراق په شمالي سیمو کې په سیستماتیک ډول په نژادي تصفیه لاس پورې کړی دی.
په رپوټ کې د عراق د شمالي سمیو د اوسیدونکو یزیدیانو، ترکمنانو، مسیحیانو او نورو اقلیتونو په حواله د اسلامي دولت د وسله والو د ظلم هغه کیسې شوې چې تصور یې وحشت ناک دی.
د عراق په شمال کې د عفوې نړیوال سازمان څيړونکې "ډونالیتا رویرا" نن ازادي راډیو ته وویل؛ د اسلامي دولت وسله والو په سیمه کې په قتل عام او جنګي جنایت لاس پورې کړی دی.
ډونالیتا د عراق له شماله په ټلیفون ازادي راډیو ته وویل؛ په هغو سیمو کې چې د اسلامي دولت د وسله والو تر کنټرول لاندې شوې؛ د مذهبي اقلیتونو د له منځه وړلو لپاره د نژادي تصفیې وحشتناک کمپاین روان دی:
"د اسلامي دولت وسله والو دلته (د عراق په شمال کې) د بشريت ضد جرم او جنګي جنایت ترسره کړی دی. دوی په سیسټماتیک ډول پر مذهبي او توکمي اقلیتونو حملې کوي او هغوی یې تیښتې ته مجبوره کړي دي. هغوی پر ترکمنانو، مسیحیانو، شیعه ګانو او یزیدیانو حملې پيل کړې دي."
د عراق په شمال کې د عفوې نړیوال سازمان دا څیړونکې وايي چې؛ یوازې د اګست په میاشت کې د اسلامي دولت وسله والو په دوو کلیو کې سل ګونو کسان وژلي دي:
"هغوی (داسلامي دولت وسله والو) تر اته لکه زیات خلک له کورونو تښتیدلو ته اړ کړل؛ د اګست له پيل راهیسې یوازې د عراق په یوه شمالي سیمه فنجار کې يې سل ګونو نارینه وژلي؛ زرهاوو ښځې او ماشومان یې تښتولي دي؛ دا ټول ملکي کسان د اسلامي دولت د ظالمو وسله والو په ولکه کې پاتې دي."
د عفوې نړیوال سازمان وايي، د عراق دولتي امنیتي ځواکونه له شمالي سیمو تښتېدلي او ملکي خلک یې له هر ډول مصونیته پرته د اسلامي دولت د وسله والو تشدد ته یوازې پرایښې دي.
د دې سازمان څیړونکې، ډونالیتا رویرا نن ازادي راډیو ته وویل چې؛ په سیمه کې د روانو حالاتو په اړه زیات رپوټونه خپریږي او نړیوال پوهیږي چې، هلته د بشريت ضد جنایت روان دی.
رویرا وویل، هیڅ څوک نه پوهیږي چې په راتلونکې وخت کې به د سیمې وضعیت تر کومه حده خراب شي.