د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

خبرونه

د اروپایي ټولنې مشرانو ″ټوسک″ د اروپایي کمیسیون د نوي مشر په توګه وټاکه

د اروپایي ټولنې مشرانو د پولنډ صدراعظم ډونالډ ټوسک د اروپایي کمیسیون د نوي مشر په توګه وټاکه.

د ایټالیا د بهرنیوچارو وزیرفرد ریکا موګریني هم د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست د مشرپه توګه وټاکل شو.

د اروپایي کمیسیون مشرهرمان وان رامپوي چې د دندې موده یې پای ته رسیدلې، پرون د بلجیم په مرکز برکسل کې دا څرګندونې وکړې.

ډونالد ټوسک په یوه خبري غونډه کې وویل، چې هغه د اوکرایین په وړاندې یوه تندلاري نه بلکه یوه قوي دریځ ته اړتیا لري.

دی وایي، وروستی هدف باید د سولې ټینګول وي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو

د فلسطین بیرغ
د فلسطین بیرغ

د ملګروملتونو عمومي اسمبلې پرون هغه پرېکړه لیک ته رایې ورکړې چې طرحه یې د عربي هېوادونو او فلسطینیانو له خوا وړاندې شوې وه او پر امنیت شورا یې هم غږ وکړ چې د ملګرو ملتونو د ۱۹۴ غړي په توګه د فلسطین د غړیتوب پر غوښتنه غور وکړي.

د عمومي اسمبلې ۱۹۳ غړو د ۱۴۳ مثبتو، ۹ مخالفو او ۲۵ ممتنع رایو په ورکولو سره د فلسطینیانو لپاره یو لړ تازه حقونه او امتیازونه تصویب کړل.

د امریکا متحدوایالتونو د اپریل په اتلسمه د امنیت شورا د هغه پرېکړه لیک ملاتړ وکړ چې تطبیق یې په ملګرو ملتونو کې د خپلواک دولت په توګه د فلسطین غړیتوب ته لاره اواروي.

دا هغه هیله ده چې فلسطینیانو له کلونو کلونو راهیسې درلوده خو اسراییلو یې مخه نیولې وه.

جان کربي: مسکو ښایي د اوکراین خلاف د بریدونو شمېر زیات کړي

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي

واشنګټن وايي تمه لري چې مسکو به په اوکراین کې پوځي عملیاتو ته زور ورکړي خو په عین حال کې ډاډ څرګندوي چې اوکراین به د روسیې هرراز نوې حملې په شا وتمبوي او شنډې به یې کړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي پرون(د غويي ۲۱مه) په واشنګټن کې یوې خبري غونډې وویل، دا امکان شته چې روسیه به په راتلونکو اونیو کې د جګړې په ډګر کې نور پرمختګ هم وکړي خو هغه زیاته کړه چې متحدایالات د روسیې د عمده بریا اټکل نه شي‎ کولای.

کربي وویل چې د وخت په تېرېدو سره به د امریکا مرستې اوکراین ته دا ځواک ورکړي چې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د دې حملو پر وړاندې ودرېږي.

د ښاغلي کربي له څرګندونو څو ساعته مخکې روسي ځواکونه هڅه وکړه چې د اوکرایني ځواکونو د لیکو په ماتولو سره په خارکییف سیمه کې یوه نوې جبهه پرانیزي.

کییف وویل چې ځواکونو یې دا حمله شنډه کړه خو لاهم په دې سیمه کې جګړه روانه ده.

د قوش تېپې شل اووریز جام؛ نن ۴ لوبډلې سره لوبیږي

ارشیف
ارشیف

په پام کې ده چې د قوش تېپې د شل اووریز جام د لوبو په لړۍ کې نن ۴ لوبډلې، بندامیر د سپین غر پر وړاندې او مس عینک د آمو پر وړاندې لوبې وکړي.

د بند امیر او سپین غر لوبه د سهار په نهو بجو او د مس عینک او آمو لوبه د ماسپښین په یوه بجه او ۴۵ دقیقو پیلېږي.

دا د قوش تېپې د لوبلړۍ ۱۹مه او شلمه لوبه ده چې د کابل د کرکټ په ملي لوبغالي کې په پام کې دي.

په پرونیو لوبو کې د بست زون سپین غر زون ته د پنځو ویکتو او له هغه مخکې د آمو زون د بندامیر زون لوبډلې ته د لسو منډو په توپیر ماتې ورکړه.

زابل کې ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او ۵ نور ټپیان کړي

د افغانستان په نقشه کې زابل ولایت
د افغانستان په نقشه کې زابل ولایت

په زابل ولایت کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي وايي، په شهر صفا ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې یو ماشوم وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

د زابل ولایت امنیه قوماندانۍ پرون( د غويي۲۱مه) په یوه بیان کې دا خبر ورکړ خو په بیان کې د دې پېښې دقیق ځای او وخت نه دی ښودل شوی. بیان زیاتوي چې په پېښه کې ټپي شوي ماشومان روغتون ته لېږدل شوي دي.

ملګروملتونو په تېره وري میاشت کې په یوه راپور کې وویل چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو مهماتو د چاودنو په پېښو کې تر ۱۴۰۰ پورې کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د دې راپور له مخې د ماینونو د چاودنو په سلو کې ۸۶ ماشومان دي.

یو ایرانی مقام: تهران ښايي د خپل اټومي پروګرام څرنګوالی بدل کړي

د ایران د اټومي پروګرام یوه څنډه
د ایران د اټومي پروګرام یوه څنډه

د ایران یوه چارواکي خبرداری ورکړ چې تهران ښايي د خپل اټومي پروګرام څرنګوالی بدل کړي.

د ایران د ستراتیژیکې شورا مشر او د ایران د رهبر ایت اله علي خامنه اي سلاکار کمال خرازي په هغه مرکه چې د الجزیره ټلویزیون له عربي څانګې سره یې پرون پنج شنبه کړې او ترجمه یې ایسنا خبري اژانس خپره کړې ویلي، ایران د اټومي بم د جوړولو لپاره وړ تخنیکي ظرفیت لري، خو فعلا د دغه بم د جوړولو هوډ نه لري.

هغه ویلي دوه کاله مخکې یې هم له الجزیره سره په خبرو کې اعلان کړی و چې ایران د اټومي بم د جوړولو وړتیا لري، اوس هم د ده په وینا دا ظرفیت شته.

د ده په وینا که چېرې ایران ته کوم تهدید پېښ شي، دوی مجبورېږي چې د خپل اټومي پروګرام طریقه بدله کړي.

ویل کېږي، د هغه اشاره اسرائیل ته وه چې د غربي رسنیو په حواله څه کم میاشت مخکې یې په اصفهان کې د ایران اټومي تاسیسات ویشتلي وو.

د اوکراین چارواکي: د روسیې تازه بریدونو ۳ ملکیان وژلي او ۱۱ نور ټپیان کړي

پر اوکراین د روسیې د بریدونو یوه څنډه
پر اوکراین د روسیې د بریدونو یوه څنډه

د اوکراین چارواکي وايي، پر څلورو سیمو د روسیې د توغندیو په تازه حملو کې درې ملکیان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د خارکیف والي اوله سینیه­هوبوف ویلي، یو کس په خارکیف کې وژل شوی او بل تن په کوپیانسک کې ټپي شوي دي.

د ده په وینا ۲۱ استوګنځایونه ویشتل شوي دي.

بلخوا د دنیپروپیټروفسک والي سرهي لیساک ویلي، دوه کسان په نیکوپول ساحه کې وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

په دونیڅک کې هم د یوه کس د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

په عین حال کې د خرسون والي اولیکساندر پروکودین ویلي، یو کس په دې ځای کې ټپي شوی دی.

ایډن ګولان د یورو وېژن سندرو سیالۍ فاینل ته لار پیدا کړې ده

اسراییلۍ سندرغاړې ایډن ګولان
اسراییلۍ سندرغاړې ایډن ګولان

اسراییلۍ سندرغاړې ایډن ګولان د یورو وېژن سندرو سیالۍ فاینل ته لار پیدا کړې ده.

هغې پرون د سویډن په مالمو ښار کې د ۹۰۰۰ نندارچیانو په وړاندې خپله سندره وویله.

د فرانسې خبري اژانس لیکي، د سندرې د اورولو پر مهال کومه پېښه ونه شوه خو په همدې ورځ له ۱۰ زرو زیاتو کسانو د مالمو په مرکزي چوک کې پر غزه ښار د اسراییل د یرغل خلاف مظاهره وکړه.

مظاهره چیانو غوښتنه کوله چې پر غزه د اسراییلو د برید له وجې دې دغې اسراییلۍ سندرغاړې ته د یورویژن سندرو سیالۍ په نیمه پای یا سیمي فاینل کې د ګډون وخت ورنه کړل شي.

دوی وروسته د مالمو ښار په لارو کوڅو کې خپلې مظاهرې ته دوام ورکړ.

د ټليفون له لارې د رایې ورکولو د پروسې په لړ کې اسراییلۍ سندرغاړې ایډن ګولان د یوروویژن فاینل ته ځان ورساوه.

د سندرو د دې سیالۍ فاینل د شنبې په ورځ کېږي.

د یورو ویژن سندرو سیالۍ په فاینل کې به د ۲۶ هیوادونو سندرغاړي برخه اخلي چې په کې فرانسه، جرمني، ایټالیا، هسپانیا، برېتانیا، سویډن، کرویشیا، قبرس، فنلینډ، ایرلینډ، لیتوانیا، لوګزمبورګ، پرتګال، سربیا، سلووینیا، اوکراین، ارمینیا، اتریش، ایستونیا، ګرجستان، یونان، اسراییل، لیتویا، هالنډ، ناروې او سویس شامل دي.

شمالي وزیرستان کې د نجونو یو ښوونځی په بمونو الوزول شوی

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

وسلوالو کسانو په شمالي وزیرستان کې د نجونو یو ځايي ښوونځی په بمونو ویجاړ کړی دی.

پولیسو پرون پنج شنبه ویلي چې په پېښه کې چا ته د سر زیان نه دی اوښتی.

د شمالي وزیرستان په شیوه سیمه کې د دې چاودنې چې د چهارشنبې ناوخته شوې چا مسوولیت نه دی منلی.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف دا بمي چاودنه غندلې او یو بزدلانه عمل یې بللی چې په وینا یې د ګڼو ځوانو او بااستعداده نجونو راتلونکی خرابولی شي.

پولیس وايي، حمله کوونکو لومړی د ښوونځي ساتونکی ډبولی، بیا یې د نجونو په دغه ښوونځي کې، چې ۱۵۰ زده کوونکي یې وو، منفجره مواد ځای پر ځای کړي او چاودنه یې کړې ده.

د سعودي عربستان ولیعهد روانه میاشت جاپان ته په سفر ځي

د سعودي عربستان ولیعهد، محمد بن سلمان
د سعودي عربستان ولیعهد، محمد بن سلمان

ټاکل شوې د سعودي عربستان ولیعهد د مې میاشتې له ۲۰مې تر ۲۳مې جاپان ته لاړ شي.

محمد بن سلمان به په توکیو کې د جاپان له امپراتور، صدراعظم او نورو چارواکو سره پر ځینو مسایلو خبرې وکړي.

سعودي عربستان، جاپان ته د تېلو له عمده صادروونکو هېوادونو ګڼل کېږي.

دا به له ۲۰۱۹م کال راهیسې جاپان ته د محمد بن سلمان لومړی رسمي سفر وي.

د جاپان حکومت ویلي چې د سعودي عربستان ولیعهد به له امپراتور ناروهیتو سره د غرمې ډوډۍ وخوري او له صدراعظم فومیو کیشیدا سره به خبرې وکړي.

د جاپان د حکومت ویاند یوشي­ماسا هیاشي د نورو جزییاتو له ورکولو پرته خبریالانو ته وویل، صدراعظم کیشیدا به پر دوه اړخیزو همکاریو، پر هغو مسایلو چې منځنی ختیځ یې اغېزمن کړی او نورو موضوعاتو خبرې وکړي.

مصر: حماس ډله او اسراییل باید د اوربند په اړه انعطاف وښيي

د مصر د پلازمېنې قاهرې یوه څنډه
د مصر د پلازمېنې قاهرې یوه څنډه

مصر ویلي، که حماس ډله او اسرائیل غواړي په غزه کې د اوربند د ټینګېدو او د یرغمل شویو د تبادلې پر سر موافقه وشي، باید له ځانه «انعطاف» وښيي.

په غزه کې د اسرائیل د جګړې اوومه میاشت ده او لا یې هم د ختمېدو کوم څرک نه تر سترګو کېږي.

راپورونه وايي د تازه مذاکرو تر بې نتیجې ختمېدو وروسته اسرائیل بیا په غزه کې خپلې حملې شدیدې کړې دي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ټلیفوني خبرو کې د ښکېلو لوریو د انعطاف منلو پر اهمیت ټینګار وکړ او له دوی یې وغوښتل چې د اوربند پر موافقه د سلا کېدو او په غزه کې د بشري غمیزې د ختمېدو لپاره هره لازمه هڅه وکړي.

حماس چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې یو تروریستي سازمان ګڼي نن جمعه ویلي، هغه مرکچیان یې چې روانه اوونۍ د اوربند پر سر د خبرو لپاره په قاهره کې وو، اوس دوحې ته روان شوي دي.

حماس وايي، اسرائیل د اوربند هغه پېشنهاد چې منځګړو ورسپارلی و، رد کړی او انتقادونه یې ورباندې کړي دي.

د مصر له حکومت سره نږدې خبري اژانس القاهره پرون پنج شنبه راپور ورکړی و چې د اسرائیل مرکچیان هم له قاهرې روان شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG