د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۳۶

میرکل: پوتین دې اوکراین ته د روسي عسکرو د استولو په اړه وضاحت راکړي


د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل پرون [یکشنبه] د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین غږ کړی چې د هغو رپوټونو په اړه وضاحت ورکړي چې وايي، مسکو د اوکراین ختیځ ته عسکر استولي دي.

دواړو په اوکراین کې د روانو ناکراریو په اړه ټیلیفوني خبرې کړي دي.

مېرکل پر ولسمشر پوتین ټینګارکړی چې د اوکراین په ختيځ کې د لانجې د کراری لپاره خپل مسولیت او د روسیې د پولو ښې څارنې ته دقیق پام وکړي.

په عین حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پردې اندیښنه څرګنده کړې چې؛ روسیه په اوکراین کې د روانې لانجې په اړه د حقیقت له منلو ډډه کوي.

د دې وزارت ویاندې جین ساکي پرون خبریالانو ته وویل، چې د اوکراین په ختیځو ښارونو لوهانسک او دونیڅک کې د روسیې په رهبرۍ د حکومتي ځواکونو پرضد د عملیاتو د پلان رپوټونه هم ورکړ شوي دي.

ساکي وویل، داسې رپوټونه ورته رسیدلي، چې د روسي ټانکونو او زغره والو موټرو کتارونه د اوکراین جنوب ختیځو سیمو ته د حرکت په حال کې دي او سره له دې چې د روسیې عسکر د اوکراین په خاوره کې نیول شوي، د مسکو حکومت د حقیقت له منلو ډډه کوي:

″موږ له دې چې د روسیې عسکر د اوکراین په خاوره کې [پينځوس کېلومتره] وړاندې لیدل شوي خو د مسکو حکومت د حقیقت ویلو ته نه دی تیار، شدیده اندیښنه لرو.

روسیه خپل ځوانان اوکراین ته لیږي خو هغوي ته دا نه وایي، چې کوم ځای ته استول کېږي او د هغوي کورنیو ته دا نه وايي، چې دڅه لپاره استول کېږي.″

ساکي زیاته کړه، د رپوټونه په حواله وویل، چې د روسیې حکومت په سنت پترس بورګ کې د زخمیانو عسکرو لپاره یو روغتون پرانیستی او د روسي عسکرو مړي بیرته کورته استول کېږي.

د اوکراین د ملي امنیت او دفاع د شورا یوه ویاند اندرې لیسینکو پرون په کېیف کې خبریالانو ته وویل، چې د روسیې پوځي ځواکونو د بیلتون غوښتونکو ملاتړ ته دوام ورکړی او د پولې له پورې غاړې [روسیې] پر اوکراین راکټي حملې کېږي.

خو مسکو دا ردوي چې اوکراین ته یې عسکر تللي او ادعا کوي چې هغه روسي ملیشه چې په وروستیو کې په اوکراین کې نیول شوي، په خطايي پر ګډه پوله ور اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG