د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۵۶

افغان اقتصاد له یوې نامعلومې راتلونکې سره مخامخ دی


د افغانستان اقتصاد چې د طالبانو د رژیم له ماتې را وروسته د نړېوالو پر پوځي لګښتونو او مرستو ولاړ دی د اسوشیتد پریس اژانس په باور اوس له یوې نامعلومې راتلونکې سره مخامخ دی او دا ځکه چې د ناټو محارب ځواکونه د روان کال ترپایه له دغه هېواده وځي او د نړېوالو د مرستو له کمیدو سره بې امنۍ زیاتیږي. بل لور ته انتخاباتي لانجه د دغه هېواد ثبات تهدیدوي.

د امریکا په مشرۍ د جګړې له پیلیدو سره د بهرنیو له لګښتونو سره د افغانستان اقتصاده وده وکړه.

نړیوال بانک وایي، چې د افغانستان ۹۷ په سلوکې کورني نا خالص عواید د بهرنیو ځواکونو له لګښتونو او د نړېوالې ټولنې له مرستو سره ارتباط لري.

د افغانستان اقتصادي وده په ۲۰۱۲ کال کې ۱۴ اعشاریه څلور وه او یو کال وروسته یعني په ۲۰۱۳ کې درې اعشاریه شپږ فیصده ته راښکته شوه، ځکه چې پانګه وال او مصرف کوونکي راتلونکي امنیتي وضعیت او د سیاسي بهیر انتقال ته اندیښنه لري.

په وروستیو میاشتو کې په کابل کې بهرني پانګه وال په نښه کیږي چې؛ په دې ترڅ کې په جنوري کې په یوه مشهور رستورانت کې پر بهرنیو ملکیانو خونړی برید وشو. د دغو حملو له ویرو ګڼې نړېوالې موسسې بیرته په شا شوې.

د امریکا په سنا کې د بهرنیو اړیکو کمیټې په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان د غیرمتعادل اقتصاد خبرداری ورکړی و او ویلي یې و، کله چې په ۲۰۱۴ کال کې بهرني ځواکونه له دغه هیواده وځي، که منظم پلان ورته نه وي جوړ شوی، افغانستان به له سخت اقتصادي فشار سره مخامخ شي.

اوس دغه خطر د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لانجې له اوږدیدو سره نور هم زیات شوی دی.

افغان چارواکو روانه اونۍ وویل، چې د انتخاباتي لانجې له اوږدیدو سره له پنځو تر شپږو میلیارډو ډالرو زیان اوښتی دی.

د اقتصادي ستونزو له کبله افغان حکومت یو شمیر لګښتونه راکم کړې دي د مالې وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني ازادي راډيو ته دا خبره تایید کړه.

اسوشید پریس اژانس د سوداګري وزارت د یوه چارواکي په وینا وایي، چې په افغانستان کې شپږ زره کیلومتره لاره پخه شوې او په هیواد کې د لومړي ځل لپاره د اورګاډي پټلۍ غځول شوې خو سوداګر دې ته انتظار دي چې د انتخاباتو نتیجه معلومه شي.

د دې وزارت مرستیال مزمل شینواری وایي، سوداګر نن سبا هره ورځ راروان دي او د انتخاباتو پوښتنې کوي، دوی وایي چې څه به وشي؟

XS
SM
MD
LG