د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۵۱

پروشینکو او پوټين د اوکراين د کړکېچ په اړ خبرې وکړې


نن به جمهوري ریيسان پروشینکو او پوټين په مینسک کې د اوکراين د کړکېچ په هکله خبرې وکړې.

دا ليدل کتل په داسې حال کې دي چې د کېېف او د مسکو ترمنځ د اوکراين په ختيځ کې د روسي پلوه وسله وال مخالفت له کبله کړکېچ زيات شوی دی.

نن د بيلاروس په مرکزمېنسک کې د اوکراين د ولسمشرپيترو پوروشنکو او د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوټين په شمول ځيني نورمشران هم غونډه لري.

د بيلاروس ولسمشراليکساندر لوکاشينکا، د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربايېف او د اروپايي اتحاديې چارواکي به هم د روسيي په مشری د ګمرکونو اتحاديې په دې غونډه کې ګډون کوي.

د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پاليسۍ د مشرې کاترين اشټن وياندې مايا کوڅيانڅڅ په بروکسل کې د ازادۍ راډيو مرکزي څانګې ته وويل، دا غونډه ښه فرصت برابروي چې د اوکراين د کړکېچ د حل لپاره خبرې وشي.

کريملين د پوټين او پوروشنکو د مستقيموليدلو کتلوخبره نه ده رد کړې خو د دوه اړخيزې غونډې تاييد يې هم نه دی کړی.

تېرځل د جون په مياشت کې دې مشرانو په فرانسه کې سره ليدلي وو.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي دي، دا غونډه د نظر د تبادلې او د اوکراين د کړکېچ د حل لپاره سياسي پروسه پيلولو ته فرصت برابروي. ده زياته کړه:

″موږ په هرچوکاټ کې د کارکولو لپاره اماده يو. موږ تيار يو چې له اوکراينيانو سره مرسته وکړو چې په خپلو منځو کې يوې موافقې ته ورسيږي او د يوه داسې حکومت رامنځته کېدو په هکله موافقه وکړي چې د ټولو ژبنيزو او مذهبي اقليتونو ګټو ته احترام ولري.

موږ د مرکزي حکومت د قدرت د وېشلو لپاره تيار يو. دا ټول بايد د خبرو او دوه اړخيز توافق په شرط وشي.″

پرون پوروشینکو د اوکراين پارلمان منحل کړ او د سملاسي ټاکنو اعلان يې وکړ.

په يوه تلويزوني وینا کې ده وويل، چې ځيني د پارلمان اوسني غړي د ګوښه شوي ولسمشر ويکټوريانوکوويچ پلويان دي.

ده وويل، يوه نوی پارلمان ته ضرورت دی ترڅو هغه وکېلان له صحنې وباسي چې د اصلاحاتو مخه نيسي.

په همدې حال کې د اوکراين امنيتي ځواکونو ويلي دي، چې پر اوکراينۍ خاوره يې ۱۰ روسي پراشوټي عسکر نيولي دي.

د دوی په وينا، د اته نيويم هوايي ځواک دا عسکر یې، په اوکراني کلي ځيرکالن کې د جلاغوښتونکو ترکنترول لاندې دونېڅک ښار په ۵۰ کیلومترۍ کې نيولی دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د جګړې له کبله په ختيځ اوکراين کې شااو خوا ۲۰۰۰ کسه وژل شوي او ۳۴۰،۰۰۰خلک د خپل کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG