د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۲۵

اوکرایني بندیان د نندارې لپاره د ډونیڅک په لارو کوڅو کې وګرځول شول


د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بیلتون غوښتونکي ترولکې لاندې ډونیڅک سیمه کې د یکشنبې په ورځ د جګړې اوکرایني بندیان د نندارې لپاره د دې ښارپه لارو کوڅو کې وګرځول شول. خو ایا دې کار ته د نړېوال قانونه د سرغړاوي په سترګه کتل کېږي.

کله چې د یکشنبې په ورځ روس پلوو بیلتون غوښتونکو بندې اوکرایني سرتیري د ډونیڅک په کوڅو کې ګرځول نو نندارې ته یې راټولو شویو کسانو پرې د توهین ډکې نارې وهلې، تش بوتلونه، هګۍ او نورې ماتې ګوډې یې پرې ور غورځولې.

دا داسې یو ننداره وه چې د بشري حقونو د فعالانو په ګډون یې ډیرو ته ټکان ورکړې.

د بشري حقونو فعالانو دا ډول چلند د جینوا د کنوانسیونه چې له جنګي اسیرانو سره د چلن په اړه دی څرګند سرغړاوی بللی.

خو ایا په زوره په دا ډول په لارو کوڅو کې د بندیانو ګرځول د جنګي جنایت د ارتکاب په معنی دي او ایا له دې سره به په همدې بنسټ عدلي چلن کېږي؟ د نړېوالو قوانینو څیړونکي وايي دا ډیره روښانه نه ده.

د لاس انجلس د حقوقو د یو انسټیټیوټ کارپوه ډیويډ ګلازیر وايي، دا ابهام ترډیره په دې پورې تړلی دی چې خپله د اوکراین کړکېچ په کومه کټګوري کې راوستل کېږي.

د نوموړي په وینا د جینوا په کنوانسیون کې د کورنیو جګړو د جنګي اسیرانو په وړاندې د هغوي پرشخصي کرامت د تیري بندیز لګیدلی دی او له هغوي سره د تحقیراو توهینه ډک چلن منعه شوی دی. خو د حکومتونو ترمنځ جګړه کې بیا د دې کنوانسیون له مخې د جنګي بندیانو په وړاندې د چلن په برخه کې قیدونه پراخه دي او په دې کې سپکاوی او عامه نندارې ته وړاندې کول هم منعه شوې.

دا دواړه هغه څه وو، چې د یکشنبې په ورځ په ډونیڅک کې اوکرایني پوځي بندیان ورسره مخ شول.ډیویډ ګلازیر وايي:

″که چېرې دا د هېوادونو ترمنځ وسله وال کړکېچ وي نو له شکه پرته دا له هغه څه څرګند سرغړاوی دی چې د جینوا په کنوانسیون کې یاد شوې دي.

خو ستونزه دا ده که چېرې دا نړېوال کړکېچ ونه ګڼل شي نو بیا دا ډیره ګرانه ده چې پرې هغه میعارونه تطبیق شي چې له مخې یې دا چلن پر شخصي کرامت تیری وبلل شي او دا روښانه نه ده چې دا هغه معیارته رسیږي کنه.″

د جینوا د کنوانسیون ساتونکې د سره صلیب نړېوالې کمیټې په اوکراین کې روانه جګړه کورنۍ وسلواله شخړه بللې ده.

کېف او لویدیځ هېوادونه روسیه تورنوي چې د اوکراین په ختیځ کې یاغیانو ته وسلې او ملاتړ برابروي، خو مسکو تل دا تورونه رد کړي دي.

د کېس ویسټرن ریزرو پوهنتون د حقوقو د پوهنځي مشرمیچل شرف وايي، ان که دا د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه هم وګڼل شي اوعامه نندارې ته د بندیانو د وړاندې کولو مساله راپورته کړی شي، بیا هم له ټولو جنګي جنایاتو سره چلن یو ډول نه دی:

″دا د جینوا په کنوانسیون کې د سختو سرغړاویو په اړه له مقراراتو څخه نه دی.

ټول جنګي جنایات یو ډول نه دي. ځیني داسې جنګي جنایات شته چې په ځانګړې توګه فجیع جنایات دی او دا د سختو سرغړاویو په اړه په مقرارتو کې ترتیب شوې دي او منعه شوي دي. خو څومره چې زه خبر یم هیڅکله د داسې جنګي جنایاتو په اړه کومه محکمه نه ده جوړه شوې چې عامه نندارې ته د بندیانو وړاندې کوونکې دې په کې محاکمه شوي وي.″

په عین حال کې د بشري حقونو فعالانو د ډونیڅک په لارو کوڅو کې د جنګي اسیرانو دا ننداره د جینوا د کنوانسیون څرګند سرغړاوی بللی دی.

د بشري حقونو د څار د ادارې مرستیال راچېل ډینبر ویلي، په ډونیڅک کې د بندیانو سره ناسم چلن او سپکاوی د جینوا د کنوانسیون د دریمې مادې لاندې راځي.

خو تردې مخکې داسې نمونې شته چې اشخاص په لارو کوڅو کې د عوامو د نندارې لپاره د بندیانو په ګرځولو په بریالۍ توګه محاکمه شوي دي.

په ۱۹۴۶ میلادي کال کې د امریکا پوځي کمیسون جرمني جنرال کورټ مایزلر د څوسوو هغو بندیانو سره د تاوتریخوالي، سپکاوي او په کوڅوکې د نندارې لپاره په ګرځولو محکوم کړ چې امریکايي او بریتانوي جنګي اسیران وو او د نوموړي له خوا نیول شوي وو.

نوموړې په ۱۹۴۴ میلادي کال کې د روم په کوڅو کې ددې جنګي اسیرانو د ګرځولو امر کړی وو.

د حقوقي څیړونکې میچل شرف په وینا داسې عامه نندارو ته د جنګي اسیرانو د وړاندې کولو مخنیوی یوازې د دې لپاره نه دی چې د مورال له پلوه ټپي نه شي بلکې د هغوی د فزیکې خوندیتوب لپاره هم ضروري دي.

د نوموړې په وینا د دویمې نړېوالې جګړې پرمهال د جنګي اسیرانو څخه ګڼ شمېریې په همداسې عامه ځایونو کې د ګڼې ګوڼې له خوا په تیږو او وهلو ډبولو ووژل شول.

د ډونیڅک په کوڅوکې د اوکرایني جنګي اسیرانو ګرځولو د ۱۹۴۴ میلادي کال ورته پېښه تکرارکړي چې په کې د پخواني شوروي حکومت په زرګونو جرمني بندیان د مسکو په لارو کوڅوکې په ورته توګه وګرځول او ورپسې یې سړکونه په سنبولیکه توګه په اوبو شیندونکو موټرو پاک کړل.

په ډونیڅک کې هم په ورته توګه په اوکرایني جنګي بندیانو پسې څو متره وروسته اوبه شیندونکې موټرې د سړکونو د وینځلو په دود روانې وې.

XS
SM
MD
LG