د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

په عراق کې وروستیو چاودنو د فرقه یي شخړو د پراخیدو خطر زیات کړی


په داسې حال کې چې د عراق پوځ د دې هېواد په شمال کې د اسلامي دولت د ډلې له وسله والو سره په جګړه بوخت دی او نوی نومول شوی صدراعظم باید په دوو اونیو کې خپله کابینه جوړه کړي، وروستیو بم چاودنو په دې هېواد کې د فرقه یي شخړو د پراخیدو خطر زیات کړی دی.

په عراق کې د فرقه یي شخړو له زیاتیدو سره پرون د دې هېواد د جنوب او بغداد په حملو کې له پنځوسو زیات کسان ووژل شول.

تر ټولو خونړۍ حمله د بغداد په ختیځ کې د شیعه ګانو پر یوه جومات کې بم چاودنه وه چې یوولس کسان یې ووژل.

پولیسو وویل، یوه ځان وژونکي د جومات دننه د ماسپښین د لمانځه په مهال د لمونځ کوونکو په منځ کې ځان والوزاوه.

د بغداد په دوره سیمه کې چې اکثریت اوسیدونکي یې سنیان دي، په سړک کې ایښودل شوي ماین د پولیسو ګزمې ته نژدې د ملکي وګړو پر موټر وچاودید چې له امله یې درې تنه ووژل شول.

دوه تنه نور د بغداد په سني میشته ااشعب سیمه کې په یوه مارکیټ کې په بم چاودنه کې ووژل شول.

د اسوشیتید پرس اژانس د راپور له مخې په کربلا کې په دوو بم چاودنو کې دولس تنه ووژل شول، خو د تلفاتو دغه شمېر تر اوسه نه دی تایید شوی.

د کربلا په جنوب هیلا ښار کې هم په دوو موټر بم چاودنوکې د یوولسو کسانو د وژل کېدو ویل شوي دي.

تر پرونیو بم چاودنو درې ورځې مخکې د بغداد په شمال ختیځ کې د سونیانو پر یوه جومات د مشکوکو شیعه وسله والو په برید کې اویا تنه وژل شوي و.

د نا امنۍ وروستیو پیښو په داسې حال کې د فرقه یي شخړو د پراخیدو خطر زیات کړی چې پوځ په شمال کې د اسلامي دولت د ډلې له وسله والو سره په جګړه بوخت دی.

دغه راز فرقه یي شخړې په داسې وخت کې زور اخلي چې سیاسي ګوندونو د صدراعظمي څوکۍ ته حیدر عبادي نامزد کړی ترڅو نوی حکومت جوړ کړی، داسې حکومت چې په کې شیعه ګان، سنیان او د عراق کردان ځان شریک وبولي او وکولای شي چې د عراق د اسلامي دولت د ډلې د ګواښونو مخه ونیسي.

عبادي د دوشنبې په ورځ په لومړني خبري کنفرانس کې وویل، چې ټولې ملیشې او قومي وسله وال باید په خپل سرعمل نه بلکه د عراق د دولت تر ادارې لاندې فعالیت وکړي:

″په ټینګار وایم چې وسله باید د دولت په لاس کې وي. وسله والې ډلی به که هغه ملیشې، قومي یا ملکي رضاکاران وي، ځای ونه لري.

موږ به د دولت له چوکاټه بهر وسله والو ډلو ته د فعالیت کولو اجازه ورنکړو.

هر څوک که وسلې کاروي باید د دولت په چوکاټ او د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دا کار وکړي.″

کله چې په تیرې جون میاشت کې موصل ښار ته نژدې د عراق د پوځ څو فرقې وپاشل شوې او د عراق د اسلامي دولت د ډلې وسله والو دغه ښار ونیو، د نوري المالکي چې د صدراعظمي دنده یې په ختمیدو ده، په غوښتنه په زرګونو شیعه ملیشو د پوځ په ملاتړ وسلو ته لاس کړی.

د عراق نوی صدراعظم باید په راتلونکو دوو اونیو کې نوی حکومت جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG