د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۲۹

په هندي کشمیر کې دوه پوځیان او څلور یاغیان وژل شوي


د هندوستان په کشمير کې، له پاکستان سره پر کړکېچنه پوله، د هندوستان د پوځيانو او شکمنو جنګياليو تر منځ نښته شوې ده. به دې نښته کې دوه عسکر او څلور ياغيان وژل شوي دي. دا خبره پرون د هندوستان د پوځ يوه چارواکي کړې ده.

په هندي کشمير کې د پوځيانو او شکمنو ياغيانو تر منځ په نښته کې مرګ ژوبله رامنځته شوې ده. د فرانسې خبري اژانس وايي، د هندوستان د پوځ یوه چارواکي ويلي دي چې؛ د دې هيواد د پوځيانو او شکمنو ياغيانو تر منځ هغه وخت نښته پيل شوه چې؛ دا ياغيان د هندي کشمير تر پولې ورواوښتل. دا پېښه د شنبې په ماخستن رامنځته شوې ده.

د فرانسې خبري اژانس وايي، د هندوستان د دفاع وزارت وياند نون جوشي وايي؛ د پوځيانو او تروريستانو تر منځ د نښتې په پايله کې يو عسکر؛ چې لومړی ټپي شوی و، وروسته مړ شو.

پرون سهار يو بل عسکر او شکمن جنګيالی په یوه جلا نښته کې د کارالوس په سيمه کې ووژل شول.

دا کړکېچ له هغه وروسته زيات شو چې؛ هندوستان تېره اوونۍ له پاکستان سره خبري وځنډولې. ټاکل شوې وه چې، په اسلام آباد کې د پاکستان او هندوستان د دولت وزيران په روانه اوونۍ کې سره ليدل کتل وکړي. هندوستان دا خبرې له هغه وروسته وځنډولې چې؛ په دې هيواد کې د پاکستان سفير له کشميري مشرانو سره په ډهلي کې ليدل کتل وکړل.

پاکستان د دواړو هيوادونو د دولت د وزيرانو تر منځ د خبرو ځنډ د دواړو هيوادونو تر منځ د ښو اړيکو لپاره خنډ وباله.

د فرانسې خبري اژانس په وينا، د هندوستان پوځ وايي چې، له خپلې پولې څخه د شکمنو پاکستاني جنګياليو د ايستلو لپاره يې عمليات زيات کړي دي.

د شنبې په ورځ د پاکستاني او هندي پوځيانو تر منځ په جنوبي سيمه جمو کې نښته پيل شوه چې؛ په پايله کې يې څلور کسه ووژل شول او د سيمې کليوال دې ته مجبوره شول چې؛ خپل کورونه پريږدي.

د فرانسې خبري اژانس په وينا، د هندوستان پوځ وايي، د رسمي پولې پر غاړه، د هندوستان خوا ته دوه ملکي کسان له هغه وروسته ووژل شول چې؛ د پاکستان پوځيانو ډزې پیل کړې.

د هندوستان د دفاع وزير ارون جېټلې پرون ويلي دي؛ چې د پاکستان له خوا په دې وروستيو کې پارونې لیدل کيږي او د هندوستان پوځ په ښه توګه ځوابي عمليات کوي.

جېټلي خبريالانو ته وويل، چې هندي پوځيان د خپلو خلکو او خاورې په پوره توګه دفاع کوي.

کشمير د هندوستان او پاکستان تر منځ وېشل شوی دی او دواړه لوري ادعا کوي چې؛ دا ټوله سيمه د دوی ده، خو جلا جلا لوري تر خپل کنټرول لاندې لري.

پاکستان او هندوستان ګاونډي هیوادونه دي او دوه واري يې د کشمير پر سر جګړې کړي دي. له ۱۹۸۹ راپه دې خوا، د هندوستان او د جلاغوښتونکو ياغي ډلو، چې ځيني يې غواړي له پاکستان سره يو ځای شي؛ تر منځ په جګړو کې په زرګونو کسان وژل شوي دي چې؛ زيات شمېر يې ملکي کسان وو.

XS
SM
MD
LG