د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

محسني: د رایو د ابطال په اړه د شکایتونو ثبتولو ته چمتوالی لرو


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون وايي؛ چې شپه او ورځ کار کوي، څو د رایو د باطلېدو په اړه د کاندیدانو شکایتونه او اعتراضونو ته رسیدګي وکړي؛ څو دا بهېر ژر تر ژره پای ته ورسیږي.

د دې کمېسیون غړی او ویاند نادر محسني د دوشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل؛ وروسته له هغې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د رایو د باطلېدو په اړه پریکړه وکړي؛ نو کاندیدان ۲۴ ساعته وخت لري؛ چې په اړه یې خپل شکایتونه له دوی سره ثبت کړي:

"د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کیمسیون د رایو د ابطال په اړه د جمهوري ریاست د کاندیدانو د هر ډول شکایت ثبتولو او په علني ډول څېړلو ته پوره چمتوالی لري؛ چې باید خپل شکایتونه د۲۴ ساعتونو په موده کې دوی سره ثبت کړي."

د ښاغلي محسني په وینا، د انتخاباتي شکایتونو کمیسون مکلف دی؛ چې په اته څلویښت ساعتونو کې د ثبت شوو شکایتونو په اړه پریکړه اعلان کړي.

همداراز ښاغلي محسني له دواړو کاندیدانو نه وغوښتل؛ څو شکایتونو له کره اسنادو سره دې کمېسیون ته وړاندې کړي.

جمهور رییس حامد کرزي د شنبې په ورځ د افغاسنتان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې په دې ټينګار کړی و؛ چې د نوي جمهور رییس د لوړې مراسم باید د سنبلې د میاشتې له یوولسمې نیټې وروسته نور ونه ځنډول شي.

ښاغلي کرزي ویلي چې، د نوي منتخب جمهور رییس د لوړې مراسمو لپاره لازم تدابیر نیول شوي او دا مراسم باید په ټاکل شوي نیټه ترسره شي.

خو دواړو انتخاباتي کمېسیونو تراوسه څه نه دي ویلي چې؛ د رایو د ابطال پروسه به څومره وخت ونیسي.

په عین وخت کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون یو ځل بیا د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون څخه غواړي؛ څو د رایو د ابطال بهیر په علني ډول پیل کړي او په دې پروسه کې په پوره دقت سره د شفافیت زمینه برابره کړي:

"د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون څخه غوښتنه کوو چې؛ د رایو د رسیدګي په اړه ناستې په علني او په پوره شفافیت سره پرمخ یوسي؛ د دې زمینه برابره نه کړي چې؛ کاندیدان صاحبان د خپلو شکایتونو د ثبت او عرایضو لپاره د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته مراجعه وکړي."

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي؛ چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دوشنبې په ماسپښین د رایو د باطلیدو پروسه پیل کړه.

په عین وخت کې د چارو کار پوهان په دې باور دي چې؛ د جمهوري ریاست انتخاباتي لانجو زیات وخت نیولی؛ د هېواد اقتصادي وضعیت یې سخت اغېزمن کړی؛ نو باید ډیر ژر دا بهیر نهایي شي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG