د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

نور: د رایو د چک لیسټونو په اړه د پریکړې کولو بهیر په علني ډول پیليږي


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ویاند نور محمد نور
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ویاند نور محمد نور

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي؛ سره له نن ورځې د افغانستان د ولسمشرۍ د دویم دور انتخاباتو د رایو د چک لیسټونو په اړه د پریکړې کولو بهیر پیلوي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ویاند نور محمد نور ازادي راډیو ته وویل چې؛ د تقلبي رایو باطلول د دې بهیر یوه برخه ده.

ښاغلي نور زیاته کړه، په دې پړاو کې د هغو درې زرو چک لیسټونو په اړه په درې مرحلو کې پریکړې کیږي چې؛ د رایوو د تفتیش پر بنسټ رامنځ ته شوې دي.

د نوموړې په وینا، لومړی به هغه محلونه وي چې، هیڅ ډول ستونزه نه لري او د چیک لیسټ پر بنسټ یې پړاونه بشپړ کړي. دویم پړاو به هغه محلونه وي چې رایې یې بیا شمیرنې ته تللي او ستونزې یې لرلې.

د ښاغلي نور په وینا، درېیمه مرحله به د هغو رایو په اړه وي چې؛ د چک لیسټونو معیارونه یې نه دي پوره کړي او بې اعتباره کیږي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ویاند ونه ویل چې؛ د رایو د چک لیسټونو په اړه د پریکړو دا بهیر به څومره موده دوام وکړي.

د ښاغلي نور په وینا، دا پریکړې به د دواړو کاندیدانو د استازو، نړیوالو څارونکو او روسنیو په وړاندې په علني ډول کیږي.

دا بهیر په داسې حال کې پیلیږي چې؛ په عین حال کې د ولسمشرۍ د دویم دور انتخاباتو د رایو د تفتیش بهیر هم دوام لري او د انتخاباتو د خپلوا کمیسون د چارواکو په وینا تر اوسه د ورکړل شویو رایوو په سلو کې له اویاوو زیاته برخه رایې تفتیش شوې دي.

په عین حال کې د ولسمشرۍ د څوکۍ پر دواړو کاندیدانو په وروستیو څو ورځو کې له بیلا بیلو لورو فشار زیات شوی؛ څو د رایو د تفیش د بهیر په چټکتیا کې همکاري زیاته کړي او همدارنګه په خپلو کې هر څومره زر چې کیدای شي؛ د ملي وحدت د حکومت پر جوړښت سلا شي.

د سپینې ماڼۍ یوې چارواکې د یکشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د هغو خبرو اترو د جزییاتو په اړه څرګندونې وکړې؛ د جمعې په ورځ یې د افغانستان د ولسمشرۍ د څوکۍ له دواړو کاندیدانو سره په جلا جلا توګه د ټیلفون له لارې کړې وې.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاندې "کتلین هیډین" پرون وویل؛ ولسمشر بارک اوباما له دواړو کاندیدانو وغوښتل؛ هر څومره زر چې ممکنه وي د ملي وحدت د حکومت پر جوړښت خبرې اترې نهايي کړي.

بل خو ا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما هم له دواړو کاندیدانو او د دوی له ملاتړو غوښتي چې؛ د رایو د تفتیش د بهیر د چټکولو لپاره دې د انتخاباتو له خپلواک کمیسون سره همکاري زیاته کړي.

د یوناما ویاند نظیف الله سالارزي ازادي راډیو ته وویل؛ دوی تمه لري چې، دواړه کاندیدان به د ملي وحدت د حکومت پر جوړښت هم په نژدې ورځو کې یوې سلا ته ورسیږي.

په عین حال کې ولسمشر کرزي د یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ د څوکۍ له دواړو کاندیدانو سره په ارګ کې خبرې وکړي او له هغوی یې غوښتل چې؛ د رایو په تفتیش کې دې له یو بل سره همکاري وکړي؛ څو د نوي ولسمشر د لوړې مراسم پر ټاکلي نیټه پرځای شي.

خو سره له دې هم څرګنده نه ده چې؛ تر تفتیش وروسته به د انتخاباتو نتایج څه وخت اعلان شي او ایا نوی ولسمشر به په ټاکلې نیټه لوړه پرځای کړي او کنه؟

XS
SM
MD
LG