د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

"په خوست کې د ماشومانو د ګوزڼ د خپرېدو خطر رامنځته شو"


نړيوالو مطبوعاتو په افغانستان په خوست ولایت کې د کوزڼ د ناروغۍ او نورو مسایلو په اړه ليکنې خپرې کړي دي.

د سولې او جنګ د راپور ورکولو د انسټيټيوټ نشريې، چې په بريتانيا کې خپرېږي، په کونړ ولايت کې د ماشومانو د ګوزڼ يا پوليو د ناروغۍ د خپرېدو په اړه راپور چاپ کړي.

په راپور کې د روغتيايي چارواکو په قول ويل شوي؛ دا ناروغي په خوست کې يو مخ له منځه تللې وه؛ خو کله چې له وزيرستانه د کډوالو سېل دې ولايت ته رامات شو؛ په خوست کې د ماشومانو د ګوزڼ د خپرېدو خطر رامنځته شو.

د سولې او جنګ د انستيتيوت په راپور کې د خوست د عامې روغتيا د واکسين د مسوول رحمت خېل په قول ويل شوي چې په دغه ولايت کې له ۲۰۱۲ را په دې خوا د ماشومانو په ګوزڼ هيڅوک اخته شوي نه دي خو نوموړي خبرداري ورکوي چې سږ دوبي له وزيرستانه د مهاجرو له راتګ سره په دې ولايت کې د ګوزڼ د ناروغۍ د خپرېدو وېره زياته شوې ده.

نشريې د ازادي راډيو د مشال څانګې راپور ته په اشارې ليکلي چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو په ترڅ کې په شمالي وزيرستان کې د ماشومانو په ګوزڼ يا پوليو د ۸۰ تنو د اخته کېدو قضيې ثبت شوي دي.

د خوست ولايت د عامې روغتيا رييس هدايت الله حميدي د سولې او جنګ د راپور ورکولو انسټيټيوټ ته ويلي چې؛ له شمالي وزيرستانه د راغليو کډوالو په منځ کې يو تن په ګوزڼ اخته موندل شوي او نهو نورو ته هم خطر شته.

نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې له افغانستانه د خپل ايستل شوي خبريال په اړه تبصره خپره کړې ده.

د ورځپاڼې په تبصره کې راغلي، د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو ژمنه کړې چې؛ د خپل کار له پيلولو سره به د نيويارک ټايمز ورخپاڼې د خبريال متيو روزنبرګ ممنوع الدخولي يا افغانستان ته پر راتګ بنديز بېرته واخلي.

تېره اوونۍ د افغانستان حکومت متيو روزنبرګ په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو د احتمال په اړه د يوه جنجالي راپور د خپرولو په خاطر له افغانستانه وايست.

نيويارک ټايمز، د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټيم د يوه غړي فضل الرحمن اوريا په قول ويلي چې؛ د دغه خبريال اخراج د افغانستان د اساسي قانون او د بيان د ازادۍ د نړيوالو معيارونو خلاف کار دي.

د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټيم يوه ويندوي صديق پتمن وويل چې؛ ښاغلي احمدزي له خپل انتخاباتي ټيم سره په کتنه کې په شخصي ډول د نيويارک ټايمز د خبريال ايستل وغندل او هغه يې د قانون او د بيان د ازادۍ خلاف وباله.

XS
SM
MD
LG