د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

کاندیدان په هغو مسایلو موافقې ته نږدې شوي، چې ورته راجع شوي دي


د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو د ملي وحدت حکومت د جوړیدو په څرنګوالي نن یو ځل بیا مخامخ خبرې وکړې.

د دواړو کاندیدانو انتخاباتي ډلې هیله ښيي؛ چې په راتلونکو څو ورځو کې به د ملي وحدت حکومت په اړه یوه کلي توافق ته ورسیږي.

دوی وایي، چې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله له خوا اوس هم د ملي وحدت حکومت پر څرنګوالي او په دې برخه کې د جوړ کمیسیون د دریمې کمیټې په پیشنهادونو خبرې روانې دي.

د تحول او تداوم انتخاباتي ټیم ویاند فیض الله ذکي ازادي راډیو ته وویل؛ چې اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله د شنبې ورځې په ملاقات کې یوه سیاسي توافق ته نږدې شول.

ښاغلي ذکي هیله وښوده، چې دواړه کاندیدان به د ملي وحدت حکومت د جوړېدو په اړه د یوه لید لوري په اساس موافقې ته ورسیږي:

"نن هم دواړو کاندیدانو ملاقات درلود؛ دا ملاقات د یوې پیاوړې ارادې او ښې همکارۍ په فضا کې ترسره شو او دواړه کاندیدان په هغو ټولو مسایلو موافقې ته نږدې شوي؛ چې دوی ته راجع شوي دي."

د دواړو کاندیدانو د شنبې ورځې ملاقات په کابل کې د ډاکتر عبدالله عبدالله په کوربه توب جوړ شوی و؛ دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د دواړه کاندیدانو ترمنځ ورته ملاقات د اشرف غني احمدزي په کور کې وشو.

ټاکل شوې دواړه کاندیدان د ملي وحدت حکومت د جوړېدو په اړه د اختلاف نظر د له منځه وړلو لپاره د یکشنبې په ورځ هم ملاقات وکړي.

د ولسمشر او د اجرایوي شورا د مشر د صلاحیتونو په اړه خبرې اترې، په راتلونکي حکومت کې د دواړو کاندیدانو د ګډون څرنګوالی او د اپوزیسیون دریځ د دواړو کاندیدانو په ملاقات کې د بحث عمده مسایل وو.

د دواړو کاندیدانو له استازو د جوړ ګډ کمیسیون دوو کمیټو خپل کارونه پای ته رسولي او د دریمې کمیټې یوشمیر چارې د پریکړې لپاره دواړو کاندیدانو ته راجع شوي دي.

په همدې حال کې د عبدالله عبدالله ویاند سید آقا فاضل سانچاره کي وایي، چې دواړه کاندیدان تراوسه په اختلافي مسایلو موافقې ته نه دي رسیدلي، خو زیاته یې کړه، دوی هیله من دي، چې ډیر ژر به موافقې ته ورسیږي:

"تراوسه د دواړو مشرانو له خوا دا مسایل نه دي حل شوي؛ کله چې دواړه کاندیدان موافقې ته ورسیږي، کمیسیون به له سره خپل کار پیل کړي او مسایل به نهایي کړي؛ هیله من یو، چې په راتلونکو ورځو کې ګډ کمیسیون د کاندیدانو په تفاهم کار پیل او مسایل نهایي کړي."

د تحول او تداوم ټیم استازي وایي، دواړه لوري هڅه کوي چې د سنبلې تر دویمې اونۍ سیاسي موافقې او د رایو د تفتیش بهیر بشپړ شي.

ولسمشر حامد کرزي هم د انتخاباتو د نتیجو په ژر اعلان ټینګار کړی او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي؛ که د تفتیش بهیر له ستونزو سره مخ نه شي، تر یوې نیمې اونۍ به یې بشپړ کړي.

د جمهوري ریاست د کاندیدانو استازي وایي؛ هر کله، چې دواړه کاندیدان د اختلافي مسایلو پر سر موافقې ته ورسیږي، د ملي حکومت د جوړیدو په اړه به یوه تفصیلي موافقه لاسلیک کړي.

راپور: اسدالله لودین کابل

XS
SM
MD
LG