د افغانستان د دفاع وزیربسم الله خان وايي، د پاکستان جاسوسي اداره [ای اس ای] د جمهوري ریاست د انتخاباتو په ارتباط له روانې لانجې ګټه پورته کوي او د وضعیت د خرابولو هڅې کوي.
محمدي پرون [پنجشنبه] په کندزکې وویل، چې که سیاسي بې ثباتۍ دوام وکړي، د افغانستان امنیتي وضعیت به لا خراب شي.ښاغلی محمدي وايي:
″د دښمن ترټولو لوی ستراتیژیک هدف دا دی چې [له روانې بې ثباتۍ په کار اخیستلو] زموږ ولسوالیو او ولایتونو ته سقوط ورکړي.″
د افغانستان د دفاع وزیرنړېوالې ټولنې ته خبرداری ورکړ چې د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو پناه ځایونه به ټوله سیمه ناکراره کړي.
نور جزییات له کندزه د اجمل ارین په راپور کې اورو: