د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۲۸

امریکا د طالبانو پر دووغړو او د حوالې پر یوه شرکت بندیز اعلان کړ


د امریکا متحدوایالاتو پرون [پنجشنبه] د طالبانو پر دوو غړو او د حوالې پر یوه شرکت چې طالبانو ته یې پیسې ورسولې، بندیزونه اعلان کړل.

متحدوایالاتو دواړه وګړي د نړېوالو تروریستانو په تورلست کې شامل کړي دي.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي، د دوي د بندیزونوهدف د طالبانو د رهبرۍ د مالي سرچېنو وچول دي.

د فرانسې خبري اژانس د امریکا د خزانې وزارت په حواله وايي، دا نوي بندیزونه په پاکستان کې د حاجي بصیر او زرجمیل د حوالې پر شرکت لګول شوي دي.

د حوالې د دې شرکت مالک حاجي عبدالبصیر هم په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته چې د مرکزي حکومت پرضد جنګیږي، د مالي ملاتړاو نورو مرستو په خاطرد امریکا د خزانې د وزارت تر بندیزونو لاندې شوی دی.

د خزانې وزارت وايي، چې حاجي عبدالبصیرد حوالې شرکت په بلوچستان کې وو او په افغانستان کې یې طالب وسله والو ته پیسې ور ویشلې او طالبانو ته د مالي مرستو لپاره یې له پاکستاني بانکونو کار اخیست.

د امریکا حکومت ویلي، چې حاجي عبدالبصیرله تیروڅلورو کلونو راهیسې په پاکستان کې د طالبانو د رهبرانو لپاره د پیسو د تبادلې عمده سرچېنه ګڼل شوی وو.

د امریکا د خزانې وزارت همدارازد طالبانو پریوه قوماندان قاري رحمت چې وايي، له تیروڅلورو کلونو راهیسې به یې طالبانو ته مالیه را ټولوله او وسلې به یې ور رسولې، بندیز لګولی دی.

د امریکا د خزانې د وزارت یوه چارواکي ډیويډ کوهن ویلي، چې وسله والو طالبانو د امریکايي ځواکونو او ملکي خلکو پرضد تروریستي حملو ته دوام ورکړی او د امریکا ملي امنیت په مستقیم ډول له ګواښ سره پيښوي.دې امریکايي چارواکي ویلي:

″موږ به د هغو مالي سرچېنو بندولو ته دوام ورکړو چې تروریستان یې د ځان د بقا او تروریستي فعالیتونو د دوام لپاره کاروي.″

د امریکا د خزانې وزارت بندیزونه په امریکا کې د په نښه شویو کسانو مالي سرچېنې[که یې ولري] کنګل کوي او ټول امریکايي شرکتونه له هغوی سره له مالي راکړې-ورکړې منع کوي.

XS
SM
MD
LG