د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

کارپوهان: په پاکستان روان سیاسي حالات په افغانستان منفي اغیز پرې باسي


د سیاسي او اقتصادي چارو ځیني افغان پوهان وایي، د پاکستان روان سیاسي حالات، که لاکړکېچن شي، د افغانستان پرامنیتي او اقصادي وضعیت به منفي اغیز پرې باسي.

دوی تاکېد وکړ، چې د سیمي او په تیره د ګاونډیو هېوادونو روان حالات دې په دقت سره تحلیل کړي او داسې تدابیردې ونیسي چې افغانستان یي له زیانونو څخه په امن کې پاتې شي.

د سیاسي او اقتصادي چارو یو شمېر څیړونکي وایي چې د افغانستان او پاکستان د ټولنو جوړښتونه تر ډیره ځایه ورته ځانګړتیاوې لري او د تاریخ په اوږدو کې یې یو پربل اغیز کړی دی.

افغان څیړونکي وایي، د پاکستان موجوده سیاسي کړکېچ چې د هغه هېواد د ملکي حکومت او پوځ ترمنځ راپورته شوی، سره له دې چې د هغه هېواد کورنۍ مساله ده خو که په لږه موده کې حل نه شي، د افغانستان پر وضعیت به ناوړه اغیزه وکړي.

دا څرګندونې د سیاسي او اقتصادي چارو ځینو افغان څیړونکو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز له خوا په ناسته کې وشوې.

د سیاسي چاروکارپوه لطیف نظري وویل، د پاکستان کړکېچ د دې سبب کېږي چې تروریستان په خلاص مټ، خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی.

ده هیله وکړه، چې افغان حکومت دې له بل هر وخت څخه زیات وضعیت ته تدابیر ونیسي:

″که پاکستان ناامنه شي، پرته له شکه به افراطي کړۍ یا تروریستان زیات څرګند او د افغانستان پولي به نورې هم ناامنه کړي.

پرافراطیانو به د ای، ایس، ای، کنترول کم او افغانستان به ناامنه کړي.

اوس هم موږ د پولي اخوا څخه، د افراطیانو فعالیتونو شاهدان یو.″

کارپوهانو وویل، په پاکستان کې د نوازشریف د حکومت له جوړیدو وروسته، د هغه هېواد پوځ داسې احساسوي چې ملکي حکومت غواړي، د پاکستان کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ د پوځ او استخباراتي ادارو له کنتروله وباسي، خو پوځ او استخبارات نه غواړي چې، ملکي حکومت دې، پوځ او استخبارات بې واکه کړي.

د همدې له امله پوځ او استخباراتو د تحریک انصاف د ګوند مشرعمران خان ته دنده سپارلې او ملاتړ یې کوي چې د نواز شریف حکومت ته ستونزې جوړې او استعفی ته یې اړکړي.

بل خوا د اقتصادي چارو پوهان وایي، افغانستان له بل هر هېواد څخه زیات له پاکستان سره تجارتي راکړه ورکړه لري.

دوې وایي، اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دې راکړې ورکړې اندازه په کابل کې میلیاردونه ډالرو ته پورته شوې ده.

د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد سید مسعود وایي، ډیرځلي د پاکستان ځینو لانجمنو حالاتو د افغانستان پراقتصادي او تجارتي فعالیتونو منفي اغیز کړی چې زیات زیان یې بې وزلو افغانانو ته رسیدلی دی.

ښاغلی مسعود وایي، افغان حکومت باید د هېواد د وارداتي او صادراتي سیستم فعال ساتلو ته نوی پالیسۍ او بدیلې لارې تنظیم کړي:

″هر بحران، د انفلاسیون هرحرکت او همدارنګه د کالیو د ارزښت د کمیدو هربحران چې هلته رامنځته کېږي، دلته یو وارداتي انفلاسیون هم رامنځته کوي.د موادو بیې به پورته شي.

پاکستان باید بې ثباته نه شي او یا داسې پالیسي رامنځته کړو، چې هېواد ته متوجه دغه اقتصادي خطر دفع کړي او داسې بحران افغانستان ته داخل نه شي.″

کارپوهان دا هم وایي، اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال میشت دي او که هلته د بې کارۍ له ستونزې سره مخ شي ممکن هېواد ته راستانه شي حال دا چې دلته هم د بې کارۍ ستونزه زیاته ده.

کارپوهانو پرحکومت سربیره د هېواد پرملي شورا او مدني ټولنو هم غږ وکړ چې د پاکستان د اوسنیوحالاتو او پرافغانستان یې د ناوړو اغیزو په هکله بحثونه وکړي.

دوی وایي، چې ملي شورا او مدني ټولنې باید حکومت اړکړي چې، د دغو احتمالي زیانونو پر وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG