د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

په سوریه کې تښتول شوې امریکايي خبریال وژل شوی دی


هغه امریکایي خبریال چې له شاوخوا دووکلونو راهیسې نامعلومو وسله والو په سوریې کې تښتولی وو، وژل شوی دی.

د اسلامي دولت په نوم وسله والو د یوې ویډیو په خپرولو ادعا کړې چې دوی دغه خبریال وروسته له هغه وواژه چې د امریکا ولسمشربارک اوباما د عراق په شمال کې د دغو وسله والو په وړاندې د هوایي بریدونو فرمان ورکړ.

دغه پنځه دقیقه یې ویډیو چې د امریکایي ژورنالست د سرپرې کول په کې ښودل کېږي، پرون په ټولنیزو رسنیو خپره شوه.

دا ویډیو(امریکا ته پیغام ) نومول شوې او پرون په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه.

په دې ویډیو کې یو مخ پټی کس خبرې کوي، چې ادعا کوي د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې غړی دی.

په دغه پنځه دقیقه یې ویډیو کې وسله وال کس وایي چې دغه خبریال یې د امریکا له خوا د هغه فرمان په غبرګون کې وواژه، چې د عراق په شمال کې یي د وسله والو په وړاندې د هوایي بریدونو په اړه ورکړی وو:

″نن ستاسو پوځي ځواکونه هره ورځ په عراق کې پر موږ بریدونه کوي. ستاسو په بریدونو کې مسلمانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نور تاسې د تروریزم په وړاندې جګړه نه کوئ، موږ یو داسې اسلامي پوځ او دولت یو چې په ټوله نړۍ کې د ډیرشمېرمسلمانانو له خوا منل شوی.

نو د اسلامي دولت په وړاندې هر تجاوز د ټولو هغو مسلمانانو په وړاندې تجاوز دی چې اسلامي خلافت یې د خپل مشرتابه په توګه منلی دی.″

جیمز فولي د ۲۰۱۲ کال په نومبرکې په سوریې کې د جګړو په یوه سیمه کې چې سني یاغیانو او د سوریې حکومتي ځواکونو یې د نیولو هڅه کوله، د څلورو نامعلومو وسله والو له خوا له خپل موټره کښته شو.

هغه تردې وړاندې په لیبیا کې هم د پاڅونونو په اړه د راپورونو د جوړولو پرمهال د لیبیا د مشرمعمرالقذافي د پلویانو له خوا د شپږو اونیو لپاره نیول شوی وو، خو ترخوشې کېدو وروسته یې د ۲۰۱۱ کال په مې میاشت کې د بریتانیا سکای نیوز سره مرکه کې یې د هغه ځای د حالاتو په اړه خبرې کړې وې.فولي د مرکې په یوه برخه کې ویلي وو:

″موږ د جګړو ترلومړیو کرښو پورې بیول شوي وو او راته وویل شوه چې د قذافي ځواکونه ډیر نژدې دي.

موږ پریکړه وکړه چې له موټره کښته شو، ځکه احساس مو کاوه چې داسې به د سړک پرسر له ډزو څخه ډیر خوندي یو.

له بده مرغه د قذافي ځواکونه هماغه ځای ته راورسیدل او موږ یې تر سختو ډزو لاندې ونیولو.″

امریکایي خبریال جیمز فولي په منځني ختیځ کې په یو شمېرلانجمنو سیمو کې دنده ترسره کړې وه، خو دغو خطرونو دی له هغه کاره راونه ګرځاوه چې مینه یې ورسره درلوده.

د نوموړي یوه ملګري ماتیو واندیک د چهارشنبې په ورځ سکای نیوزته په خبروکې د سوریې حالات بیان کړل:

″دا په نړۍ کې ترټولو خطرناکه سیمه ده. زه په عراق، افغانستان او لیبیا کې جنګیدلی یم، خو سوریه ترټولو خطرناک ځای دی.

تاسو نه پوهیږئ چې؛ په چا باور وکړئ، نه پوهیږئ چې څه پیښیږي. هغه اوس په یوه داسې تورګودال بدل شوی چې خبریالان او خیریه کارکوونکې ورلویږي او ورکېږي.″

د فولي کورنۍ هم پرخپلې کورنۍ ویب پاڼې لیکي چې زوی یې هڅه کړې نړۍ ته د سوریې د خلکو د ستونزو یو تصویر وښیې.

څلویښت کلن فولي له یوه بل خبریال سره د سوریې په ادلیب ولایت کې کارکاوه چې د تفتانزا کلي ته نژدې برمته شول.

جیمز فولي په نیوهامپشایر ایالت کې لوی شوی او په مارکویت پوهنتون کې یې تاریخ لوستی وو.

مخکې تردې چې د خبریالۍ دنده پیل کړه په ارایزونا، ماسوچوسیټس او شیکاګو کې یې تدریس کاوه.

XS
SM
MD
LG