د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۱

د عراق کردي پوځیانو د موصل بند بېرته نیولی دی

د عراق کردي پوځيانو، چې د امریکايي جنګي الوتکو مرسته هم ورسره ده؛ په موصل کې د عراق تر ټولو لوی د اوبو بند بيرته نيولی دی. دغه بند په دې ورستيو کې د اسلامي دولت د سخت دريځې ډلې د جنګياليو له خوا نيول شوی و.

د امريکا جمهور ريیس باراک اوباما ويلي دي چې؛ د موصل د اوبو د بند د بيرته نيولو لپاره د عراق د پوځ سره له امريکايي الوتکو څخه د امریکا د ګټو د ساتلو لپاره کار اخيستل شوی دی.

په عراق کې کرد چارواکو خبر ورکړی دی چې؛ د موصل په ښار کې یې د عراق تر ټولو لوی د اوبو بند بيرته نيولی دی. د دې تر څنګ يې ويلي دي چې؛ په عراق کې امريکا او برتانيې خپل پوځي فعاليتونه زيات کړي دي.

له هغه وروسته چې د جون په مياشت کې د اسلامي دولت جنګياليو پر شمالي عراق يرغل پيل کړ او عراقي پوځيان يې له هغه ځايه و ايستل؛ د موصل د اوبو د بند بيرته نیول تر ټولو لوی پرمختګ دی.

د يوې څارونکې ډلې په وينا، د اسلامي دولت ډلې جنګيالي، چې د عراق او سوريې په ځينو سيمو کې يې خلافت اعلان کړی دی؛ په سوريه کې د رقعه په سيمه کې هم د هوايي بريدونو سره مخامخ شوي دي.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما د دې هيواد کانګريس ته ويلي دي چې؛ په عراق کې يې د اوبو د تر ټولو لوی بند د بيرته نيولو لپاره امريکايي ځواکونو ته د هوايي بريدنو اجازه په دې خاطر ورکړه؛ چې په عراق کې د امريکا ګټې خوندي شي.

اوباما وويل چې، د موصل د بند ناکامي د زيات شمېر ملکيانو، د امريکايي کارکوونکو ژوند او په بغداد کې د امريکا سفارت په خطر کې اچولی شوای او د عراق حکومت يې خپلو وګړو ته د خدماتو رسولو څخه راګرزولای شوای.

د امریکا د ملي امنيت شورا وياندې "کايټلِن هېډن" وويل چې؛ دا هوايي بريد د جمعې له ورځې را په دې خوا د عراق د حکومت پر غوښتنه تر سره شو.

کردي ځواکونه، په عراق کې د اګست د مياشتې په پيل کې د اسلامي دولت ډلې له خوا نیول شويو سيمو؛ د بيرته نيولو لپاره په جګړه بوخت دي.

دغه ډلې د اګست په اوومه د عراق د اوبو د بند کنټرول په خپل لاس کې واخيست.

د موصل د اوبو بند د دجله پر درياب واقع دی او د دې سيمې د مځکو د خړوبولو لپاره برق او اوبه تياروي.

د امريکا د مرکزي قومندې دفتر ويلي دي چې؛ د دې بريدونو په پايله کې يې د اسلامي دولت شل نظامي تاسيسات؛ اووه "هموي" موټرونه، دوه وسله وال وړونکي موټرونه او يوه امنيتي پوسته له منځه وړي دي.

په همدې حال کې د برتانيې صدراعظم ډېوېډ کامرون په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت د سخت دريځو پر مختګ د برتانيې لپاره یو مستقيم تهديد بللی دی او ويلي يې دي چې، په هر ډول وي، بايد د دې ډلې مخه ونيول شي.

له بلې خوا د برتانيې د دفاع وزير مايکل فالون په يوه تبصره کې؛ چې نن خپره شوه، ويلي دي چې، په عراق کې د برتانيې رول له بشري ماموريت له بريد څخه زيات شوی او د مياشتو وخت به ونيسي.

ټايمز ورځپاڼې په يوه راپور کې ويلي دي چې؛ د دې هيواد شپږ ټورنېډو جټ الوتکو او يوې جاسوسي الوتکې د کردانو د سيمې ها خوا الوتل پيل کړي دي چې؛ د سخت دريځې اسلامي ډلې په هکله معلومات راټول کړي. له دې الوتکو څخه راټول شوي معلومات به عراقي پوځ په خپلو بريدونو کې کاروي.

خو د وروستيو راپورونو له مخې، د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې دا ادعاوي رد کړي دي او ويلي يې دي چې دغه بند اوس هم د دوی تر کنترول لاندي دی.

XS
SM
MD
LG