د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

بې وزلۍ او ناامنۍ له افغانانو د خپلواکی ورځ هیره کړې


د کابل یو شمېر اوسیدونکي شکایت کوي چې د زمري اته ویشتمه چې له انګریزانو نه د افغانستان د خپلواکۍ له ورځې سره مناسبه ده د افغان حکومت له خوا په شاندارو مراسمو نه لمانځل کیږي.

یو شمېرتاریخ پوهان بیا وایي، که حکومت د دې ورځې د ارزښت او لمانځلو په اړه همداسې چوپه خوله پاته شي، راتلونکی نسل به د دې ورځې اهمیت ونه پیژني او دا ورځ به یوازې د تاریخ په پاڼو کې پاته شي.خو د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې حکومت سږکال ددې ورځې د لمانځلو لپاره چمتوالی نیولی دی.

د هېواد پالنې او وطني سندرو په اوریدو سره د هرافغان په زړه کې د افغانستان د آزادۍ د جشن د لمانځلو احساسات را پاریږي.خو داسې ښکاري، چې له انګریزانو نه د افغانستان د خپلواکۍ ورځې د لمانځلو په اړه د افغانانو مینه او احساسات ورځ تر بلې کمیږي.

د دې لپاره چې پوه شو خلک د دې جشن د لمانځلو په هکله څه وایي؟ ایا دا ورځ لمانځي کنه؟ یو شمېرهغو سیمو ته لاړو چې په مخکې کلونو کې به دغه جشن په کې لمانځل کیده.

د عیدګاه جومات او مرنجان غونډۍ په شاوخوا کې چې مخکې به په کې د خپلواکۍ جشن لمانځل کیده د جشن د لمانځلو هیڅ نښې او نښانې نه لیدل کیږي.

د کابل ښاریو شمېراوسیدونکو ازادۍ را‌ډیو ته وویل، چې بې وزلۍ او ناامنۍ له افغانانو نه دا ورځ هیره کړې، خو دوی غوښتنه کوي، چې حکومت یې باید ولمانځي ترڅو دغه دود نورو نسلونو ته هم انتقال شي:

″زما نوم اکرم دی،افغان دولت په دې خاطر دا ورځ نه لمناځي چې د یوې ځانګړې کړې ترتاثیر لاندې دی، نو باید د دا ډول شخصیتونو یادونه وشي.″

″زما نوم حاجي بصیر، پخوا به ټول خلک به ولایتونو نه کابل ته راتلل او په جشن کې به ېې ګډون کاوه، په چمن حضوري کې به خلک راټولیدل، اتڼونه به یې کول ډولونه به یې وهل، درې ورځې او شپې به میلې او جشنونه وو، خو اوس د وطن د دښمنانو له لاسه دا جشن نه لمانځل کیږي او بل خوا ته خلک هم په ډول ډول ستونزو کې راګیر دي. "

د سې شنبې ورځ د اسد اته ویشتمه له انګریزانو نه د افغانانو د خپلواکۍ د اخیستو له پنځه نویمې کلیزې سره برابره ده.

یو شمېرکتوونکي په دې باوردي چې د خپلواکۍ د ورځې د جشن لمانځنې ته په تیرو څو کلونو کې د حکومت کمه پاملرنه د دې سبب شوې چې اوس د دې ورځې لمانځنې ته خلک هم ډيره پاملرنه ونه کړي.

لیکوال او د کابل پوهنتون د استادانو امرپوهنمل محمد امیر کاموال ازادۍ رايډو ته وویل، چې باید دا ورځ د تیرو کلونو په شان په شانداره مراسمو سره ولمانځل شي.

له بلې خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايې چې د دې ورځې د رسمي مراسمو لپاره یوې کمیتې ته دنده سپارل شوې ترڅو لازم تدابیر ونیسي.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني پدې اړه وویل:

″د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو جشن په اړه باید وویم چې یو کمیسیون ګمارل شوی او کارونه روان دي ترڅو په هغه ډول چې لازم دی ورته چمتوالی ونیسي.″

د افغانستان د وخت پاچا امیرامان الله خان په ۱۹۱۹ کال کې افغانستان د انګریزانو له یرغله خلاص او خپلواکي یې ترلاسه کړه.

خو ویل کیږي چې په دې وروستیو کلونو کې دولت نه شي کولای دغه ورځ د یو لړ امنیتي ستونزو له امله ولمانځي.

سږ کال هم لیدل کیږي چې دا ورځ به د افغان ولسمشر او لوړپوړو دولتي چارواکو په ګډون یواځي په ارګ ماڼۍ کې ولمانځل شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG