د افغانستان د کرکټ بورډ مسولین وايي، چې د کرکټ لوبې د لا دودلو او د افغان کرکټرانو د وړتیاوو د لوړولو لپاره به په خوست کې په نړیوالو معیارونو یو ستډیوم جوړ کړي.
په همدې هدف د دوشنبې په ورځ د کرکټ بورډ او د جرمني د "او.آر. ډي" موسسې د مسوولینو ترمنځ یو تړون لاسلیک شو.
د کرکټ بورډ مشر شهزاده مسعود وویل؛ چې د دې سټدیوم په جوړلو سره به په افغانستان د کرکټ لوبه نوره هم وده وکړي:
"د دې سټډیوم په جوړولو سره په خوست، پکیتا، پکتیکا او لوګو ولایت کې کرکټ نور هم وده وکړي؛ د کرکټ لوبغاړو راتلونکي ډیره روښانه ده او دا داسې ورزشي میدانونه سره د ځوانانو ظرفیتونه لوړیږي."
د کرکټ بورډ ادارې مسوولین وایي، چې له خوست پرته د کندهار د عینو مینې په سیمه کې هم د کرکټ د یوه سټدیوم د جوړېدو پلان لري.
همداراز د افغانستان د کرکټ بورډ اداره غواړي؛ څو په راتلونکې کې د هېواد په شمال کې د کرکټ دوه ورزشي میدانونه جوړ کړي.
په عین حال کې د "او.آر.ډي" موسسې مشر احمد خالد سلیمي وايي؛ د خوست ورزشي سټډیوم د یوولس میاشتو په موده کې د جرمني په مالي مرسته جوړیږي چې؛ اته لکه یورو لګښت پرې راځي:
"دا سټډیوم په نړیوال استنډرډ باندې ډیزاین شوي؛ چې په راتلونکې کې هم انکشاف کولي شي او اوس د شپږ زره مراجعینو ظرفیت لري او په رالتونکي کې د ۲۰ زرو مراجعینو ظرفیت لري او د کرکټ میدان په نړېوالو میعارونو جوړیږي."
د خوست ولایت د ورزشي سټډیوم ساختماني چارې د "آلاسکا" ساختماني شرکت پرمخ وړي.
په خوست او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کرکټ د سټډیومونو د جوړېدو خبرې په داسې حال کې کیږي؛ چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې کرکټ ښه وځلید او افغان کرکټرانو هیواد ته ډیرې بریاوې راوړې.
د افغانستان کرکټرانو د کرکټ د نړیوال جام سیالیو ته هم لاره پیدا کړې؛ چې په ۲۰۱۵ کال کې به آسټرالیا او نیوزیلند کې ترسره شي.
راپور: مرضیه احمدزۍ