د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

افغان عدالت غوښتونکي: جنګي مجرمین دې محاکمه شي


د افغان عدالت غوښتنونکو په نامه یوه مدني ټولنه له افغان حکومت، د بشر د حقونو له سازمان او نړېوالې ټولنې څخه غواړي چې د افغانستان په جګړو کې دې د بې ګناه خلکو وژونکي محاکمه شي.

د دې ټولنې مسئولینو د دوشنبې په ورځ د کابل ښارپه دارالامان واټ کې د زرګونو ورکو وژل شویو عکسونه نندارې ته ځړولي و.

دوې انتقاد کاوه چې د جنګي مجرمینو په محاکمه کولو کې افغان حکومت او د بشر د حقونو سازمانونو قانوني اجراات نه دي کړي.

خلکوهم ویل، جنګي مجرمین دې محاکمه شي.

د افغانستان د خپلواکۍ د پنځه نوي یمې کلیزې د نمانځلو په مناسبت، د افغان عدالت غوښتونکې په نوم یوې ټولنې د جنګي مجرمینو د محاکمه کیدو غوښتنه وکړه.

د دې ټولنې مسئولینو د دوشنبې په ورځ د کابل ښار د دارالامان سړک دواړو لورو ته په اوږدو تنابونو کې، په جنګونو کې د زرګونو وژل شویو کسانو عکسونه ځړولي وو.

د افغان عدالت غوښتونکې ټولنې مشرې ویدا احمد له ازادي رادیو سره په خبروکې انتقاد کاوه چې افغان حکومت او د بشرد حقونو سازمانونو د جنګي مجرمینو افشاء کولو او محاکمه کولو ته عملي اقدام نه دی کړی.

دې وویل، د ټولو قربانیانو پرکورنیو غږ کوي چې، له دوې سره دې یوځای او د جنګي مجرمینو محاکمه دې وغواړي:

″زموږغوښتنه په درې لسیزو کې د جنایتکارانو محاکمه کیدل دي.

له بده مرغه هغه پرچمیان، خلقیان، د تنظیمونو غړي او طالبان چې جنایات یې کړی اوس هم په حکومت کې شامل او د قدرت خاوندان دي.

هیله ده خلک او نړېوال مربوط سازمانونه په دې برخه په ګډه عمل وکړي.″

ویدا احمد وویل، د دې عکسونو خاوندان، اکثره هغه بیوزلي او بې ګناه خلک دي چې تر اوسه یې د وژل کیدو علت، ځای او قبرنه دی معلوم.

د دې ټولنې مسئولینو وویل، دا عکسونه به د دوشنبې د ورځې له سهاره ترماښامه ځوړند وي.

په دی ورځ لارویان دغو عکسونو ته دریدل او په موټرو کې سپاره ورته تم کیدل.

د عکسونو نندارچیانو هم ویل چې جنګي مجرمین چې هر چیرې او په هر مقام کې اوسي، باید محاکمه شي.

سلطان بخش او غلام دستګیر ازادۍ رادیوته وویل:

″۱- چا چې چور، تالان او قتل کړی باید اعدام شي، باید سنګسار شي، ه رڅوک چې اوسي.

۲- داسې خلک باید سل په سلو کې محاکمه شي، دا خلک اوس هم شته، د مسلمان د وینې بدل باید واخستل شي.″

د افغانستان د بشر د حقونو کمیسیون څوکاله وړاندې ویلې و چې د جنګي مجرمینو لست یې ترتیب کړی او ډیرژر به یې افشاء کړي، خو د خلکو او مدني ټولنو له مسلسلو غوښتنو سره سره په دې ژمنه څوکاله ووتل، خو دا لست تر اوسه هم افشاء نه شو.

کارپوهان وایې، په اوسني حکومت کې اوس هم داسې خلک شته چې د هېواد په دیرش کلنو جنګونو کې ښکیل او د خلکو په وژلو تورن دي خو حکومت نه شي کولای چې محاکمه یې کړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له دې وړاندې ویلي، چې دوې هم د جنګي مجرمینو د محاکمه کیدو غوښتوونکي دي، خو په دې اړه جوړ شوی مستند فلم د دې امله نه خپروي، چې شرایط ورته مساعد نه دي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG