د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۲۵

نور: تراوسه د انتخاباتو ۴۵ فیصده رایې بیا شمېرل شوي دي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې؛ د رایو د تفتیش له پیله د شنبې ورځې ترماښامه پورې د رایې ورکونې څه باندې لس زره صندقونه تفتیش شوي دي.

د دې کمېسیون ویاند نورمحمد نورد یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د شنبې په ورځ ترټولو نورو ورځو ډیر یعنې اته سوه درې پنځوس صندوقونه تفتیش شول.

په ورته وخت کې ښاغلي نورد انتخاباتي شکایتونو له کمېسیونه وغوښتل، چې د انتخاباتو په ځانګړي توګه د ولایتي شورګانو په اړه خپلې پریکړې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته وسپاري.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، چې د ټولو او شپږ زره بیلو شو صندقونو د تفتیش او دغه راز سیستم ته د چک لستونو د دا خلولو کار په عادي ډول روان دی.

د دې کمېسیون ویاند نورمحمد نورد یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل، د تفتیش د پروسې له پیله د شنبې ورځې ترماښامه پورې د څه باندې لسو زرو صندقوقونو رایې تفتیش شوې دي:

″د رایو ټول صندوقونه چې د تېرې ورځې تر ناوخته تفتیش او بیا شمېرل شوي شمېر یې لس زره دوه سوه یودیرش صندوقونوته رسیږي چې د ټولو رایو پنځه څلویښت فیصده جوړوي.″

ښاغلي نور زیاته کړه، چې د شنبې په ورځ د دواړو کاندیدانو له خوا د مشخص شوو شپږ زرو صندقونو له ډلې نه هم د اوه دیرش صندقونو رایې تفتیش شوې.

ولې لیدل کیږي چې د یکشنبې په ورځ د ځانګړیو صندوقونو د تفتیش او بیا شمېرلو پروسه یوڅه پڅه وه.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي د پروسې پڅوالي مني او وايي، چې دځانګړیو صندوقونو مشخص کول او د کاندیدانو د څارونکو له خوا دنظر اختلاف یاده پروسه یو څه ورو کړې ده.

په ورته وخت کې ښاغلي نورد انتخاباتي شکایتونو له کمېسیونه وغوښتل چې د انتخاباتو په ځانګړې توګه د ولایتي شورګانو په اړه خپلې پریکړې دانتخاباتو خپلواک کمېسیون ته وسپاري:

″د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د شکایتو له انتخاباتي کمېسیون غواړي چې د هغه فیصلي چې د انتخاباتو په اړه یې کړې دي د انتخاباتو کمېسیون ته ولیږي چې په سیستم کې تطبیق شي هرڅومره چې ژر کېداي شي دولایتي شوراګانو وروستي نتایج اعلان شي.″

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، له کابل او ننګرهار پرته په ټولو ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو د رایو صندوقونو تفتیش پای ته رسېدلی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رایو د تفتیش له پرمختګ نه په داسې حال کې خبر ورکوي چې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او دوام انتخاباتي ټیم غړي په یاد کمېسیون انتقاد کوي چې په ګودامونو( انګرونو) کې درایو په صندوقونو کې لاس وهنه شوې ده.

ولې د دې کمېسیون ویاند نورمحمد نور د دې ادعا د رد ترڅنګ ډاډ ورکوي چې ټول صندوقونو محفوظ دي او دشپې له خوا یې د ایساف ځواکونو او ځانګړیو کمرو په وسیله ساتنه او څارنه کیږي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG