د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

کاموال: لا هم په ختیځه سیمه کې د ګوزڼ د ناروغۍ ۵پیښې شته


د ننګرهار د عامه روغتیا رييس ډاکټر نجیب الله کاموال وايي، پاکستان ته د تګ راتګ له امله اوس هم په ختیځه سیمه کې د پولیو ناروغۍ پيښې موجودې دي.
د ننګرهار د عامه روغتیا رييس ډاکټر نجیب الله کاموال وايي، پاکستان ته د تګ راتګ له امله اوس هم په ختیځه سیمه کې د پولیو ناروغۍ پيښې موجودې دي.

د ننګرهار د عامه روغتیا رييس ډاکټر نجیب الله کاموال د یکشنبې په ورځ د پولیو واکسینو په دري ورځينی کمپاین غونډه کې وویل، چې په ټول هېواد کې د پوليو یا ګوزن ناروغۍ اته پيښې ثبت شوي، چې له دې ډلې پینځه پيښې یوازې په ختیځه سیمه کې دي.

نوموړي وویل، د پخوا په پرتله د پولیو پيښې کمې شوي،ولې هغه هدف ته،چې دا ناروغي په بشپړه توګه له منځه یوسی ځکه پاتې راغلي،چې د ختیځو ولایتونو خلک پاکستان ته ډير تګ راتګ کوي او همدا وجه ده،چې د ختیځې سیمې په درې ولایتونو کې پینځه پيښې ثبت شوي:

"د دې ناروغۍ د محوې مرحلې ته نیږدې یو،موږ دلته واقعات نه لرو،ولې دا څو مشخص واقعات،چې په ټول هیواد کې هغه هم په شرقي زون کې دي د هغې وجه پاکستان ته د خلکو تګ راتګ دی،چې ډيرې پيښې د ډیورنډ کرښې له هاغې غاړې راځي."

نوموړي وویل، چې ددې ناروغۍ د مخنیوی لپاره یوازينی لاره داده،چې ټولې کورنۍ باید خپل ماشومان،چې د پینځو کلونو څخه يې عمرونه کم وي په دې درې ورځينی کمپاین کې واکسين کړي:

"شرقي حوزه د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوالې ټولنې ته ډيره مهمه ده،نو په همدې خاطر پر ټولو وطنوالو غږ کوو،چې واکسینو کې برخه واخلي او رسنیو نه هم غواړو،چې خلک متوجه کړي،چې خپل اولادونه واکسین کړي"

بل خوا د ننګرهار د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسول اصف شینواری خلکو ته ډاډ ورکړ،چې د معارف کارکوونکي او زده کوونکي به ددې کمپاین په ترسره کولو کې په رضاکارانه ډول پراخه برخه اخلي:

"ددې کمپاین زیاته برخه پرمخ وړونکي د معارف ښوونکي او زده کوونکي دي زه د معارف په استازولی ډاډ درکوم،چې په دې برخه کې به تر بل هرچا ښه خدمت کوونکي ووسي."

په پام کې ده،چې د پولیو ناروغۍ دغه درې ورځينی کمپاین،چې نن پيل شو دوشنبه او سه شنبه به هم دوام وکړي،چې د عامه روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې په دې موده کې به دوی شپږ نیم لکه ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد واکسین ورکړي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG