د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۳

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکو د طالبانو پرضد ملي پاڅون کړی

په لسګونو ځوانانو چې وسلې يې په اوږه کړي او د ناړۍ په غرونو کې د وسله والو مخالفینو په لټه کې دي د الله اکبر نارې وهي.

پاڅون کوونکو ته د ګجرو قومي مشر حاجي محمد ایوب چې په "لالي امیر" مشهور دی؛ خبرې وکړې او د پاڅون لاملونه يې داسې بیان کړل:

"موږ د دوی (طالبانو) له ظلمونونه په تنګ شوي یو؛ راته وایي، ته دولت پلوی يې خپل کور، کلي او ځمکې ته به نه راځې. مړی ژوندی به نه کوي. موږ د دوی د ظلم په مقابل کې پاڅېدلي یو."

د مشواڼو قومي مشر حاجي بیت الله وايي؛ دوی پخوا وسله والو طالبانو سره ځکه مخالفت نه کولو؛ چې دلته بهرني ځواکونه موجود وو؛ خو اوس له کونړ او په ځانګړي ډول له ناړۍ ولسوالۍ ټول امریکايي سرتیري وتلي او د افغان ځواکونو خلاف جنګ اوس په هیڅ ډول جواز نه لري؛ ځکه چې مسلمانان او افغانان دي:

"موږ وکتل چې له ناړۍ ولسوالۍ او له ټول کونړ نړیوال ځواکونه وتلي دي؛ څو ورځې وړاندې د ناړۍ ولسوالۍ اړوند د کیهان په پوسته وسله والو طالبانو برید وکړ؛ کله چې موږ پوستې ته وروختلو نو څلور پنجابیان په کې وژل شوي وو؛ له پنجاب نه په لنګ کې یو کس او یا د هغوی یو غلام راغلی؛ موږ سره جنګیږي، نو موږ مجبور شو، چې پاڅو وکړو او له دوی سره وجنګیږو."

لالي امیر له خبلو پلویانو وغوښتل چې؛ په جګړه کې به هیڅ ډول زور زیاتی نه کوي:

"موږ او تاسې به دسپین ږیرو، ښځو او ماشومانو سره هغه ډول ظلم نه کوو؛ لکه څنګه چې طالبانو وکړ، زنانه يې ووژلې، په تبرګو يې ووهلې، بد نومونه يې پرې کېښودل، ډېر ظلمونه يې وکړل او اسلام موږ ته د دغه ډول کارونو اجازه نه راکوي."

پاڅون کوونکي له افغان دولت څخه غواړي چې؛ د خپلو سرحدونو او خاورې ساتلو لپاره دې د ناړۍ خلکو ملاتړ وکړي؛ دوی سره دې د وسلو او نورو مهماتو مرسته وکړي:

"موږ خپل څاروې خرڅ کړي، وسلې او مهمات مو پرې اخیستي دي. موږ له دولت غواړو چې، د درنو وسلو، مهماتو او خوراکي توکو مرسته موږ سره وکړي؛ څو خپله سیمه له وسله والو پاکه کړوږ"

د کونړ والي شجاع الملک جلاله په یوه ځانګړي مرکه کې ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ دوی به ترخپله وسه پاڅون کوونکو سره مرسته وکړي او کومو کسانو چې د خپلې خاورې د ساتنې په نیت خپلې وسلې راخستي هیڅکله به یې یوازې پرینږدي:

"زه خپلو امنیتي ارکانونو سره خبرې کوم؛ چې پاڅون کوونکو سره مرسته وکړي؛ ځکه چې د ولس له خوا په اخستلو شیانو ننني جنګونه او مقابلې نه کیږي."

والي وایي، ولسي پاڅونونه د امنیت ټینګښت لپاره ډیره ګټور دی:

"دې پاڅون سره د طالبانو د تګ راتګ مخه نیول شوې؛ د هغوی د شپې تیرولو ځایونه ورک شول. نو کله چې طالبانو سره ولسي ملاتړ نه وي؛ هغوی په ناړۍ کې وخت نه شي تیرولی؛ نو دا پاڅون به د دولت او ولس په خیروي."

هغه وايي، د ناړۍ قومي مشرانو او ځوانانو همیشه په سختو شرایطو کې د خپلو ځواکونو ملاتړ کړی او د وسله والو بریدکوونکو بریدونه یې په شاتمبولي دي.

طالبان بیا وایي، چې دوی هیڅکله له عامو خلکو سره بد چلند نه دی کړی او کومو کسانو چې د دوی خلاف پاڅون پیل کړی؛ د دولت محلي پولیس دي.

خلک وايي، طالبانو او د دولت پلوي ځواکونو ته په کار دي چې؛ په ولسي وګړو د زور زیاتي په ځای له هغوی سره ښه سلوک وکړي؛ څو يې په ټولنه کې محبوبیت زیات شي او که هره خوا په جنګ کې له ماتې وروسته غچ له عامو خلکو اخلي؛ نو دواړه خواوې به خپل اهمیت په ټولنه کې له لاسه ورکړي او له امله به یې زیاتو ستونزو سره مخ شي.

ناړۍ د کونړ په شمال ختیځ کې د ډیورنډ په کرښه پرته ولسوالې ده چې؛ د پولې بلې غاړي ته د دیر او چترال سیمې پرتې دي او ډیری وختونه افغان چارواکي شکایت کوي چې؛ مخالفین يې د ډیورنډ له هاغې خوا رااوړي تږ دلته بریدونه کوي.

راپور: روح الله انوری ـ کونړ

XS
SM
MD
LG