د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۳۸

امریکا له دندې څخه د المالکي ګوښه کېدل د عراق د یووالي لپاره ګټور بولي

امريکا د عراق د صدر اعظم نوري المالکي ستاينه کړې ده؛ چې له خپلې دندې څخه ګوښه شو او د ده دا کار يې د عراق د يووالي لپاره ګټور وباله. مالکي ويلي دي چې؛ د ملي ګټو په خاطر، د صدراعظم د دندې لپاره له خپلې کانديدی څخه تېر شوی دی.

په واشنګټن کې د امریکا د ملي امنيت سلاکارې "سوزن رايس" پرون په يوه اعلاميه کې وويل؛ د نوري المالکي هغه هڅې ستايي چې د عراق د صدراعظم ځای ناستي حيدر العبادي د ملاتړ لپاره يې کوي چې؛ د عراق د اساسي قانون سره سم يو نوی حکومت رامنځته کړي.

د پنټاګون وياند او په امریکا کې د سمندري ځواکونو مرستيال مشر "جان کربي"، په واشنګټن کې پرون خبريالانو ته په دې هکله وويل:

"د عراقيانو لپاره يوازينی دوامداره حل دا دی چې؛ يو ځای شي او د ټولو قومونو او مذهبونو د غړيو په خوښه حکومت جوړ کړي چې؛ د ټولو عراقي وګړو د قانوني ګټو استازيتوب وکړي او د عراق او شام د اسلامي سخت دريځې ډلې پر خلاف په مبارزه کې هيواد سره يو ځای کړي."

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري وويل؛ چې د مالکي ګوښه کېدل به په عراق کې په سوله يیزه توګه د واک سپارلو ته لار پرانيزي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون هم د مالکي د پريکړي هرکلی وکړ او ویې ويل چې، دی په عراق کې د ټولو قومونو په خوښه حکومت ته سترګې په لاره دی.

نن سهار مالکي د عراق له دولتي تلويزيونه اعلان وکړ چې؛ د صدراعظم دندې ته د بل کانديد "حيدر العبادي" په ګټه د همدې دندې لپاره له خپلې کانديدی تيريږي.

د خپل سياسي ګوند د غړيو تر څنګ مالکي وويل، دی په دې ګوښه کيږي چې، په عراق کې د حکومت جوړوونې او سياسي بهير سره مرسته وکړي.

مالکي زیاته کړه چې، د عبادي د ملاتړ پرېکړه يې د هيواد د سترو ګټو لپاره وکړه. مالکي د ۲۰۰۶م کال راپه دې خوا د عراق صدر اعظم دی. دی د پخواني ديکتاتور صدام حسين مخالف و او د هغه د دورې پر مهال په ايران او سوريه کې جلاوطنه و. دی په ۲۰۰۳م کال کې د امریکا په مشری پر عراق له حملې او د صدام حسين د حکومت له نسکورېدو وروسته بيرته خپل هيواد ته ستون شو.

حيدر العبادي د عراق د ولسمشر فواد معصوم له خوا د صدراعظم د دندې لپاره کانديد نومول شوی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG