د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۱۷

کوټه: پر هوايي اډو وسله وال بريد کې ١٠ وسله وال وژل شوي


په کوټه کې بېګا شپه پر دوو هوايي اډو باندې د وسلوالو د حملو په نتيجه کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ تر څو ساعته نښتې وروسته سيمه تصفيه شوې او د بلوچستان د پوليسو لوى قومندان ويلي، چې په نښته کې يې لس وسله وال وژلي او دوو پوځي افسرانو په شمول اووه امنيتي سرتېري په کې ټپيان شوي دي.

د پنجشنبې په ماخوستن شاوخوا نهه بجې وسله والو په کوټه ښار کې پر دوو هوايي اډو د بمونو او توغنديو په وسيله بريد وکړ او هڅه يې کوله، چې د اغزن تار تر غوڅولو وروسته دغو اډو ته ننوځي؛ خو پوليس، ملېشه او پوځي سرتېري يې د مخنيوي لپاره ورورسېدل او د وسله والو د ځپلو لپاره پر هغوى ځوابي ډزې پيل کړې؛ جګړې شاوخوا درې ساعته دوام وکړ او سپېدو مهال د ټولو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

د بلوچستان د پوليسو عمومي مشر محمد امليش د جمعې په ورځ د سمنګلۍ هوايي اډې تر ليدو وروسته له رسنيو سره په خبرو کې وويل:

"د هوايي ځواک استخباراتي کسانو د هوايي اډې په ساحه کې ګزمه کوله؛ چې هلته د ځايي خلکو په لارښوونه يې وسله وال تعقيب کړي؛ هغوى ډزې پيل کړي او بيا سمدستي ټولو امنيتي ادارو ته خبر ورکړل شوى؛ پوليس، ملېشه او پوځي سرتېري د پېښې ځاى ته ورغلي او ډېر بريالي عمليات يې کړي دي."

پوليس مشر محمدامليش وايي، چې وسله وال اډې ته نه دي ننوتي او نه هم هلته ولاړو الوتکو ته کوم زيان رسېدلى دى؛ خو که ننوتي واى، نو احتمال و چې د الوتکو په شمول يې نورو تاسيساتو ته هم ډېر تاوان يې اړولى واى. وايي له يوه تن وسله وال پرته، چې ژوندى يې نيولى، نور ووژل شول:

"درې کسانو ځانوژونکي واسکټونه اغوستي وو، هغوى چې د تېښتې لاره پيدا نه کړه او پوه شول چې نور نو محاصره يو؛ پر ځانونو تړلي چاودېدونکي مواد یې وچول؛ دوه نور د امنيتي سرتېرو له خوا په ډزو و وژل شول؛ په دواړو هوايي اډو کې مو لس وسله وال ووژل؛ پينځه ترهګر مو په سمنګلۍ هوايي اډه کې او پينځه مو په خالد هوايي اډه کې جهنم ته ولېږل. له امنيتي سرتېرو دوه پوځي سرتېري ټپيان شوي؛ چې يو په کې تورن او يو بريدمن دى؛ پينځه نور د پوليسو او ملېشه ځواکونو سرتېري برسېرن ټپيان شوي دي."

د دې بريد مسووليت د فدايين اسلام په نامه د پاکستاني وسله والو طالبانو د تحريک يوې ډلې پر غاړه اخيستى دى. د غالب مسود په نامه يو تن رويټر خبري اژانس ته ځان د دې ډلې وياند او قومندان ورپېژندلى او ادعا کوي چې؛ د کوټې پر دوو هوايي اډو د دوى د ځانوژونکيو بريدونو د ډلې کسانو بريدونه کړي دي.

ده ويلي چې، دا بريد يې په شمالي وزيرستان کې په پوځي عملياتو کې د بېګناه خلکو د وژلو په عکس العمل کې کړى او خبردارى يې ورکړى چې، دا ډول بريدونو ته به دوام ورکړي.

دا بريد په داسې وخت کې وشو، چې پرون د پاکستان صدراعظم نوازشريف او د بلوچستان اعلى وزير ډاکټر عبدالمالک بلوڅ په زيارت سيمه کې د پاکستان د موسس محمدعلي جناح د استوګنځاى د بيارغول شوې ودانۍ د پرانيستنې په مراسمو کې ګډون کړى و او ويلي يې وو، چې په بلوچستان کې امنيت تر تېرو کلونو ډېر ښه شوى دى.

پخواني معلومات:

بېګا شپه وسله والو د کوټې هوايي ډګر ته نيژدې د طيارو پر دوو تمځايونو باندې حملې کړي، چې په نتيجه کې يې د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ څو ساعته پرله پسې نښته شوې، چې په نتيجه کې يې اووه امنيتي پوليس او ملېشه سرتېري ټپيان شوي او د شپږو وسله والو د وژل کېدو ادعا شوې ده.

له تېرو اتو کلونو راهيسې د پاکستان د ازادۍ په ورځ په کوټه ښار کې کلک امنيت نيول کېږي، خو پر دې برسېره هم د وسله والو له خوا کوټې ښار ته توغندي را توغول کېږي يا بمي چاودنې کېږي، بېګا شپه هم چې د پاکستان د ازادۍ ورځ لمانځل کېدله، د ښار لوېديځ لور ته وسله والو هوايي ډګر ته نيژدې پر دوو هوايي تمځايونو توغندويي بريدونه وکړل، چې امنيتي ځواکونه سمدستي ور ورسېدل او تر منځ يې نښته پيل شوه.

پوليس وايي وسله والو هڅه کوله، چې د خالد په نامه پوځي هوايي تمځاى ته ننوځي خو پوليسو يې مخه ونيوله او دوه وسله وال يې ځاى پر ځاى و وژل او وروسته چې هغوى پر سمنګلۍ هوايي تمځاى باندې حمله وکړه، نو ملېشه سرتېري هم ورته را ورسېدل او پر وسله والو يې بريد پيل کړ، چې وايي دوو نورو وسله والو- چې په ځانونو پورې يې وسلې تړلې وې ځانونو ته انفجار ورکړ او و وژل شول او دوه نور يې هم د ډزو په تبادله کې و وژل.

د بلوچستان د داخله چارو ايالتي وزير مير سرفراز بګټي د پېښې په ځاى کې رسنيو ته په خبرو کې وويل، چې وسله والو لومړى پر دواړو هوايي تمځايونو بمي حملې او ورپسې د درنو وسلو په وسيله حمله وکړه:

"پر دواړو هوايي تمځايونو باندې بريدونه وشول، خو امنيتي ځواکونه د هغوى د ننوتلو د مخنيوي لپاره ورباندې ځوابي حمله پيل کړه او هغوى يې دباندې محاصره کړل، په نښته کې شپږ ترهګر وژل شوي، ، څلور پوليس، دوه پوځي او يو ملېشه سرتېرى ټپيان شوي دي. د خوشالۍ خبره دا ده، ټول پاکستان ته بايد دا پيغام ورسېږي، چې زموږ امنيتي ځواکونه د تيارسۍ په حالت کې وو او هيڅ يو ترهګر هم يوه هوايي تمځاى ته هم د ننوتلو جرئت ونه کړ"

پوليس وايي د وسله والو تر وژلو وروسته يې د پېښې په ځاى کې څلور بمونه هم وموندل او هغه يې ناکاره کړل. سرفراز بګتى وايي د وسله والو په حملو کې دواړه هوايي تمځايونه خوندي دي او هلته ولاړو الوتکو ته هم کوم زيان نه دى رسېدلى.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو د څانګې اى ايس پي آر مشر جنرال عاصم باجوه د نښتې په مهال پر ټويټر باندې پخپل يوه پيغام کې وويل:

"ترهګر هوايي تمځاى ته دننه نه دي ورغلي او نه هم د تمځاى کوم سرتېرى ټپي شوى دى، وسله والو ډېر توغندي را و توغول، چې دوه پکې په هوايي تمځاى کې دننه ولګېدل، خو کوم زيان يې نه دى اړولى".

د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ پرله پسې څو ساته نښته روانه وه او سپېدو مهال امنيتي ځواکونو د دواړو هوايي ډګرونو د تصفيې اعلان وکړ. داخله وزير وايي کېداى شي پر هوايي تمځايونو بېګانى بريد په شمالي وزيرستان کې د وسله والو په خلاف د پوځي عملياتو په عکس العمل کې شوې وي.

د کوټې هوايي ډګر، خالد او سمنګۍ هوايي تمځايونه درېواړه د ښار په منځ کې دي او شاوخوا ته يې عامه ابادي ده، د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ د نښتو له امله په خلکو کې ويره خپره وه، تر نښتې وروسته په سيمه کې تر سهاره څرخي الوتکو په فضا کې پرواز کاوه.

د وروستيو مالوماتو له مخې پر هوايي ډګر او د طيارو پر تمځايونو د حملو له امله د کوټې له هوايي ډګره د اوس لپاره پروازونه ځنډول شوي دي.

د دې بريد مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG