ټاکل شوې ده چې، د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د راییو د باطلیدو بهیر راتلونکې اوونۍ پیل شي. د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي ازادي راډيو ته وویل؛ که چېرته دواړه انتخاباتي ټیمونه له کمیسیون سره سمه همکاري وکړي؛ د انتخاباتو بهیر به ژر بشپړ شي.
تر اوسه د ولسمشرۍ د انتخاباتو د څه باندې اته میلیونه راییو څخه ۸۸۶۷ محلونه تفتیش شوې دي. د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د چارواکو په وینا؛ روانه اونۍ د تفتیش هڅې ښې روانې وې او هره ورځ به تر ۷۵۰ محلونو پورې تفتیش کیدل، خو تیره ورځ تر پنځه سوه لږ محلونه تفتیش شول.
عبدالرحمان هوتکي وویل چې، پرون د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم د شپږ زره محلونو د بیا شمیرنې خبره راپورته کړه؛ چې له دې سره به د دوی کارونه وځنډیږي:
"۶۰۰۰ محله به سل په سلو کې بیا شمېرل کیږي چې؛ دا ستونزمنه خبره ده، که کمیسیون تصمیم ونیسي او ۶۰۰۰ محله بیا وګڼو، نو د تفتیش پروسه به ودریږي چې دا د تشویش وړ خبره ده."
د اصلاحاتو او همپالنې د انتخاباتي ټیم ویاند فضل الرحمان اوریا بیا وایي؛ چې د شپږ زره محلونو نه، د شپږ زره صندوقونو د راییو د بیا شمیرنې وړاندیز د ملګرو ملتو دفتر کړی دی:
"د یوناما د دفتر د وړاندیز پر بنسټ ۶۰۰۰ صندوقه د ملګرو ملتو د سازمان له خوا څخه او د نړېوالو ناظرینو له خوا څخه هم تفتیش شي او هم یې رایې باید وشمیرل شي چې؛ موږ په بشپړه توګه ورسره موافقه لرو او په دې برخه کې ورسره همکاره یوو."
په دې شپږ زره محلونو کې به درې زره د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم ټاکي او درې زره به هم د تحول او تداوم انتخاباتي ټیم ټاکي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په وینا که چېرته د شپږ زره محلونو پر بیا تفتیش او شمیرنې موافقه وشي؛ نو ګرانه به شي چې د روانې اګست میاشتې تر پایه د انتخاباتو نتیجه معلومه شي؛ ځکه چې د دغو محلونو د راییو شمیرل ښایي دوې اونۍ وخت ونیسي. خو د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم ویاند فضل الرحمان ارویا وویل چې؛ د ملي وحدت ګډ کمیسیون به چې په کې د دواړو انتخاباتي ټیمونو غړي د ملي وحدت پر حکومت خبرې کوي؛ په څو ورځو کې د انتخاباتو د نتیجې د اعلانېدو نیټه او د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو د نیټې وخت تعیین کړي.