نن د پاکستان د خپلواکۍ ۷۶مه کليزه ده. یوې خوا ته چې په دې هېواد کې د خپلواکي ورځ لمانځل کيږي، بل خوا د دې هېواد په بلوچستان ولايت کې دغه ورځ د تورې يا د وير د ورځې په توګه لمانځل کيږي.
په دې هکله چې په پاکستان کې ځيني بلوڅان ولې د دې هېواد د ازادۍ ورځ، چې نن د اګست په څوارلسمه ده، د تورې يا ويرد ورځې په توګه لمانځي؟
د ازادۍ راډيو همکارې ملالۍ بشيرله سناتور ثنا بلوڅ سره مرکه کړې ده چې په ګډه يې اورو: