د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

د ننګرهار له محبس څخه اته ویشت تنه بندیان خوشې شول


د ننګرهارد محبس مشر عبدالولي حصارک د چهار شنبې په ورځ رسنیو ته وویل،چې د ولسمشر کرزی د ۶۲ ګڼې فرمان له مخې اته ویشت تنه بندیان له دې محبس څخه خوشې کړل.

حصارک وويل،د یاد فرمان له مخې هغه کسان،چې د بند موده يې کمه وه خوشې شوي او د زیات قید بندیانو ته بیا تخفیف ورکړل شوی دی:

"دغه اته ویشت تنه بندیان خوشې شول،چې جنايي جرمونه يې وو،د یو کاله پورې قید واله بې قیدو شرط خوشې شول،تر پینځو پورې نیمايي قید ورته عفوه شو"

خوشي شوو بندیانو خوښي ښکاره کړه،چې ورته بخښنه شوې او راخوشې شول.

دوی له نورو خلکو هم وغوښتل،چې د هيواد اساسي قانون ته درناوی وکړي او د جرمنو څخه دې ځان وساتي:

"زما نوم جاوید معروف دی د حصارک ولسوالۍ یم د مواد مخدر تور کې ونیولم او ټولو افغانانو ته خواست کوم،چې په اینده کې دغه ډول کارونه دوی هم ورنه ځان وساتي او خپل وطن ته خدمت وکړي.

نوم مې عبدالوارث دی زما جرم اختطاف دی ما خو اختطاف نه وو کړی،خو په دې تور نیول شوی وم،بس یو څه موده مو د بند تیره کړه نور په عفوه کې راغلو او خلکو نه هم غواړم،چې مطلق له جرمونو نه ځان وساتي"

د ننګرهار د محبس د مسولینو په خبره اوس هم د نورو بندیانو پر دوسیو کار روان دی او هغه بنديآن،چې ددې فرمان په بخښنه کې شامليږي هغوی به هم خوشې شي.

راپور: شاه محمود شینواری- ننګرهار

XS
SM
MD
LG