د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

ګډ کمیسیون نن په درېیو کمیټو کې خپل کار پیلوي


د افغانستان د ولسمشرۍ کاندیدانو ټیمونو د سیاسي موافقتنامي د لا ښه توضیح کولو په هدف ګډ کمیسیون وټاکه.

ټاکل شوې دغه کمیسیون نن سهار خپل کار پیل کړي او تر اتو ورځو پوري به دوام وکړي.

ټاکل شوې دغه نوی دیرش کسیز کمیسیون نن په درېیو کمیټو کې خپل کار پیل کړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ کاندیدانو استازو پرون په کابل کې ددغه کمیسیون لپاره استازي وټاکل او د نن ورځي د کار لپاره یې پلان تر تیب کړ.

په دې کمیسیون کې د هر کاندید له لوري پنځلس کسه استازي شامل دي او تر راتلونکو اتو ورځو پورې به خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې یوه غړي فضل الرحمان اوریا آزادي راډیو ته وویل چې؛ هره کمیټه به پر ځانګړې اجنډا کار کوي.

" هره کمیټه به ځانته یوه ځانګړې اجنډا ولري او د هغې له مخې به خپل کار مخته بوزي. په لومړۍ اجنډا کې د ملي وحدت د حکومت تعریف او د هغه اهداف دي چې بحث ورباندې کیږي؛ د بلې کمیټې لپاره اجنډا دا ده چې، د اصلاحاتو او تحول برنامې جوړې کړي او درېیمه کمیټه به د ملي یووالي حکومت پر جوړښت کار کوي."

دغه کمیسیون د اشرف غني احمدزي او عبدله عبداله د هغه توافق له مخې جوړ شوی چې؛ د اسد پر ۱۷ لاسلیک شو او په هغه کې به د افغانستان د راتلونکي حکومت پر څرنګوالي؛ جوړښت او تعریف باندې بحثونه کیږي.

دغه راز ټاکل شوي، دغه نوی کمیسیون د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم دور انتخاباتو د وروستیو نتایجو اعلان ته یوه نیټه وټاکي او هم به دا واضحه کړي چې؛ په کوم تاریخ به د افغانستان راتلونکی ولسمشر د لوړي مراسم پر څای کوي او حکومت به تسلیمیږي.

که څه هم پرون د ولسمشرۍ یوه کاندید اشرف غني احمدزي په یوه کنفرانس کې ویلي وو؛ چې راتلونکی ولسمشر باید د اګست میاشتې تر پایه رسماً خپله دنده پیل کړي او دا غوښټنه د اوسني ولسمشر حامد کرزي هم ده؛ خو اوس به یاد کمیسیون دا موضوع تر بحث لاندې ونیسي.

د تحول او تداوم ټیم ویاند فیض اله ذکي هم له آزادي راډیو سره په خبرو کې د دې کمیسیون مثبتو لاسته راوړنو ته خوشبیني وښوده او ویې ویل، دواړه لوري ژمن دي چې، دغه بحثونه یې ښې پایلې ولري.

"معمولًا د کار د اغیزمنتیا او چټکتیا لپاره دوه مهم فکتورونه په کار دي؛ چې هغه ښه اراده متقابل باور دی چې؛ له نیکه مرغه دا دواړه په دغه کمیسیون کې شته."

د ملي وحدت حکومت جوړول هغه څه دي چې؛ د افغانستان د رواني انتخاباتي لانجې د ختمولو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري له لوري مطرح شوې ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو هم دغه طرحه ومنله او اوس یې پر څرنګوالي او جوړښت بحثونه کوي.

په دغه درې ماده یې توافق کې راغلي چې؛ څو ورځې وړاندې د دواړو کاندیدانو له لوري لاسلیک شوه راغلي چې د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ګټونکی به واک ته تر رسیدو وروسته د یوه نوي اجرایوي پست د جوړولو فرمان ورکوي او بیا به په دوو کلونو کې لویه جرګه رابولي تر څو د اجرایوي صدراعظم د پست پر جوړیدو پریکړه وکړي.

دغه راز د راتلونکي ولسمشر له لوري د اپوزیسون د مشر لپاره هم د یوه پست پر جوړیدو موافقه شوې وه، چې بایلونکی کاندید به خپل استازی ورته معرفي کوي. پدې موافقه کې دا هم ویل شوي چې د افغانستان د کلیدي څوکیو لکه امنیتي، اقتصادي او خپلواکو ادارو لپاره به کسان د ولسمشر او د اپوزیسیون مشرانو دواړو په سلا مشوره کیږي.

XS
SM
MD
LG