د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۳۰

ولسمشر کرزی: تر راتلونکو ۲۰ ورځو پورې به نوی ولسمشر وټاکل شي


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن (د سې شنبې په ورځ) په یوه ټیلفوني تماس کې د ترکیې له نوي ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خبرې وکړې او هغه ته یې د ترکیې د جمهوري ریاست په وروستیو انتخاباتو کې د بریالیتوب مبارکي وویله.

ښاغلي کرزي په دغو ټیلیفوني خبرو کې ډاډ څرګند کړ چې؛ افغانستان به د ترکیې نیږدې دوست او ملګری پاتې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به اوسنۍ دوستي لا پیاوړې شي.

په همدې حال کې ولسمشر کرزي وویل؛ په راتلونکو پینځلسو او یا شلو ورځو کې به د افغانستان نوی جمهوررییس هم وټاکل شي.

ښاغلي کرزي په یاده موده کې د نوي ولسمشر د ټاکل کېدو خبرې په داسې حال کې کړې؛ چې همدا اوس د دویم پړاو د انتخاباتو د رایو تفیش روان دی او بل لور ته د دواړو کاندیدانو (اشرف غني او عبدالله عبدالله) ترمنځ د راتلونکي حکومت په اړه د شوې موافقې د پلي کولو لپاره ځانګړي پلاوي ټاکل شوي دي.

اردوغان د حامدکرزي له ټیلیفوني اړیکې څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې، د ترکیې او افغانستان د خلکو ترمنځ دوستي او همکاري به لا هم دوام وکړي.

د ترکیې په وروستیو انتخاباتو کې رجب طیت اردوغان ۵۲ سلنه رایې ګټلي دي.

په دې انتخاباتو کې دوه نور کانديدان هم وو. اکمل الدين احسان اوغلو، چې ۳۸ سلنه رايې يې تر لاسه کړې او صلاح الدين ديمرتاس د ترکيې کرد دی او له خلق ډيموکراټ ګوند سره تړاو لري. ده ۱۰ سلنه رايې تر لاسه کړې.

ترکیه یو له هغو هېوادونو څخه چې؛ نه یوازې د افغانستان د بیارغونې او امنیت په برخه کې پراخه ونډه لرله، بلکه هڅه یې کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په رغولو او د سولې د بهیر د پیاوړتیا په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG