د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۲۲

"راتلونکي حکومت سره همکاري د ټولو دولتي کارکوونکو ملي مسووليت دی"


په داسې حال کې چې د افغانستان د ولسمشرد انتخاباتو د دوهم پړاو د رايو تفتيش دوام لري او د دې پروسې د چټکولو لپاره نوي اقدامات پيل شوي، د افغانستان ولسمشرحامد کرزي امر وکړ، چې د جوړ شوي پروګرام مطابق دې نوي حکومت او ولسمشر ته مسووليتونه ولېږدول شي.

ښاغلي کرزي پرون د خپل حکومت وزيرانو ته وويل، له راتلونکي حکومت او ولسمشر سره همکاري او مرسته د ټولو دولتي کارکوونکو ملي مسووليت دی.

د ولسمشرۍ د ماڼۍ له يوې خبرپاڼې سره سم ښاغلي کرزي د کابينې په غونډه کې يو وار بيا وويل، چې پردې د افغانستان د ناامنيو مسووليت په غاړه لري، دوي غواړي چې افغانستان يو کمزوري هېواد او دولت وي.

ښاغلي کرزي همداراز وويل، پردي هلې ځلې کوي چې په افغانستان کې نفاق او ناامني رامنځته شي.

د افغانستان ولسمشرپه دې تاکيد وکاوه چې د افغانانو قدرت په يووالي کې دي.

ده غوښتنه وکړه چې؛ افغانان بايد له ترخو تجربو، په ګاونډيو هېوادونو کې له مهاجرتونو او بې کوريو عبرت واخلي او د خپل راتلونکي حکومت او ولسمشر د ملاتړ لپاره لاسونه سره ورکړي.

ولسمشرکرزي دا څرګندونې پرون د کابينې په غونډه کې په داسې حال کې وکړې چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رايو په پروسه کې لا د دواړو کانديدانو د څارونکو ترمنځ جنجالونه نه دي ختم شوي او د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د وياند په وينا د ځينو صندوقونو پر سر د دواړو خواوو ترمنځ په ساعتونو بحثونه کېږي.

دا هغه مساله ده چې په ټاکلي وخت، يعنې د روانې مياشتې ترپايه د انتخاباتو د پايلو د اعلان په اړه شکونه پيدا کوي.

خو په عين حال کې د انتخاباتو خپلواک کميسيون وايي چې؛ د رايو د تفتيش د پروسې د چټکولو لپاره يې ۲۰ نور کاري ټيمونه ګومارلي او په راتلونکو څو ورځو کې به د رايو د ابطال لړۍ پيل شي.

د رايو د تفتيش د بهير له پيله تر پرون پورې د شاوخوا شپږ نيم زره صندوقونو رايې د کورنيو او بهرنيو څارونکو په وړاندې تفتيش او بيا شمېرل شوې وې.

په همدې حال کې د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو استازو د انتخاباتو له کميسيونه غوښتي چې د تجربه کارو نړيوالو څارونکو شمېر زيات کړي.

XS
SM
MD
LG