د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۰۷

له افغانستانه هالیووډ ته او بیا بیرته ستنیدل


د هالیووډ افغان ممثل فهیم فضلي چې؛ په مشهورو انګلیسي فلمونو کې يې کار کړی د جګړې د یوه ژباړونکي په توګه د کلتورونو د نزدې کولو هڅه کړې ده.

نوموړي چې له ( ایرن من ) مشهور فلم څخه يې په هالیووډ کې تمثیل پیل کړی، په هلمند ولایت کې له امریکايي ځواکونو سره د ترجمان په توګه کار هم کړی دی.

فهیم فضلي تیره اونۍ په نیوهمپشایرکې خپل کتاب چې عنوان يې دی ( له افغانستان څخه هالیووډ ته او بیا بیرته ستنیدل) لاسلیک او خپور کړ.

فضلي چې د هالیووډ په یو شمېرمشهورو فلمونو کې يې رول ترسره کړی په ۲۰۰۹ م کال هلمند ته لاړ او دغلته يې له امریکايي سمندري ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه کار پیل کړ.

فرانس پریس اژانس وايي، امریکايي ځواکونو د فهیم فضلي د کورنۍ په بیا موندلو کې چې پرافغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پرمهال ترې جلا شوې وه، له ده سره مرسته کړې ده.

نوموړي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، غواړي پرخپل ځان د خپل هېواد حق ادا کړي.

په ۲۰۰۹ م کال فضلي په افغانستان کې هغو کوڅو ته ستون شو، چې په ماشومتب کې په کې ګرځیدلی و.

نوموړي په هلمند کې دوه کاله تیرکړل او هڅه يې وکړه چې د یوه ژباړونکي په توګه د افغانانو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ کلتوري فاصله کمه کړي.

فهیم فضلي وايي، که افغانان او بهرني ځواکونه له یو بل سره نابلد وي نو یو بل به ووژني.

نوموړي په لومړي سرکې سمندري سرتیرو ته توصیه کوله چې د ګزمې پر مهال له ځانه سره خواږه،پینسل، او کتابچې واخلي دده په خبرو دا د افغان ماشومانو لپاره ښه ډالی ده.

فهیم فضلي چې اغیزمن شخصیت لري د افغانانو او نړیوالو ځواکونو ترمنځ په ژباړه کې هم له خپل تمثیل کار اخستی دی. کله چې یو افغان قومي مشر دی د یوه بهرني افسر په اړه په بیلا بیلو اصطلاحاتو خبرې کوي فضلي يې په ژباړولو کې په ډیر مهارت سره ترجماني کوي او د هغه افغان مشر خبرې ترتیبوي.

نوموړي وايي دی په ژباړه کې له تمثیل کار اخلي څو دواړوه خواوې یو بل ته زیان ونه رسوي او په خپلو کې سره پوه شي.

فیهم فضلي د اوسکار جایزې ګټونکي فیلم ارګو کې تمثیل کړی او په دې وروستیو کې يې د هالیووډ په یوه بل لوی فلم (ده امیریکن سنایپر) کې هم رول ترسره کړی دی.

نوموړی چې په اسانۍ سره د منځني ختیځ د سیمې د یوه تروریست رول ادا کول مني ،فرانس پریس ته ویلي زه ددې لپاره دا رول منم چې هغوي ته وښیم چې د تروریست په توګه هغوي څومره بد خلک ښکاره کیږي.

XS
SM
MD
LG