د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

"د رایو د تفتیش لپاره په دوو کاري شیفټونو کې شل نور ټيمونه اضافه شوي"


د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي؛ د رایو د تفتیش د ګړندیتوب په هڅو کې یې د مفتیشینو د کاري ډلو شمیر ۲۲۰ ته پورته کړ.

د دې ټیمونو له ډلې نه ۱۱۰ د سهار له خوا او ۱۱۰ نور د ماسپښین له خوا د رایو د تفتیش کارونه پر مخ بیایي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل؛ چې په راتلونکو ورځو کې به د تفتیش د کاري ټيمو شمیر نور هم زیات کړي.

"د کاري ټيمونو شمیر د نورو ورځو په پرتله زیات شوی؛ نورې ورځې چې موږ په هر شیفټ کې سل ټيمونه درلودل؛ اوس په هر شفټ کې یو سلو لس ټيمونه په نظر کې نیول شوي دي؛ نن په دواړو شیفټونو کې تقریباً دوه سوه شل ټيمونه د تفتیش په پروسه کې کار کوي."

ښاغلي نور وویل، چې د یکشنبې په ورځ ۶۲۳ صندوقونه د کورنیو او بهرنیو څارونکو په حضور کې تفتیش شوي چې؛ د دې پروسې له پیل څخه تر دې مهاله د څیړل شویو صندوقو شمیر ۶۳۹۳ ته رسیږي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې؛ په راتلونکو څو ورځو کې به د جمهوري ریاست د دویم دورانتخاباتو د رایو د ابطال پروسه هم پیل کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د رایو د باطلېدو پروسه به د دواړو انتخاباتي ټیمونو د استازو او ملي او نړېوالو څارونکو په حضور کې ترسره کیږي.

په عین حال کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو استازيو بیا له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې؛ د تفتیش پروسه په نور مال ډول پرمخ ځي؛ خو د نړیوالو څارونکو شمیر باید زیات شي.

د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله دوو څارونکو قدرت الله جمال او امرالله امان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"۱- نن پروسه په نور مال ډول پرمخ ځي او هیڅ کومه لویه ستونزه نه لیدل کیږي.

۲- سره له دې چې دا پروسه ښه پرمخ ځي؛ خو زمونږ یوازنۍ اندیښنه د نړیوالو څارونکو په برخه کې ده چې؛ شمیر يې کم دی."

په داسي حال کې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې؛ په ټاکلي موده کې به د رایو د تفتیش بهیر پای ته ورسیږي، یو شمیر څیړونکې اندیښنه څرګندوي چې؛ د دواړو ټيمونو ترمنځ د ځنیو اختلافاتو له وجې به ممکن دا پروسه وځنډيږي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG