د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۳۱

عظیمي: د وسله والو مخالفانو په لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو شمير لوړ شوی


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې؛ د روان کال په انتحاري او ترورستي حملو کې د پاکستان استخبارتي شبکه او یو شمېر نور بهرني جنګیالي لاس لري.

د دې وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې؛ یو شمیر پاکستاني پوځيان او نور ترورستي شبکې له وسله والو طالبانو سره په ګډه د افغان ځواکونو پر ضد جنګیږي.

نوموړي وویل، همدا لامل دی، چې په دې وروستیو کې په یوشمېر ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو ډله ییزې حملې هم زیاتې شوي دي:

"متاسفانه له هېواده د بهرنیو ځواکونو په تلو او یو شمېر کورنيو ستونزو ته په کتلو سره د دولت د وسله والو مخالفانو په لیکو کې بهرني جنګیالي هم ورځ تربلې زیاتیږي؛ د تیر په پرتله په کراتو د بهرنیو جنګیالو شمېر زیات شوی چې؛ حتی ویلی شو، په سلګونه کسان په ډله ییز ډول حملې ترسره کوي."

ښاغلي عظیمي وویل چې، افغان ځواکونه توانیدلي چې، د وسله والو مخالفانو ډيرې حملې شنډې کړي.

تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت شورا همدارنګه ویلي وو؛ چې له امنیتي ارګانونو سره د وسله والو مخالفینو په لیکو کې د پاکستاني پوځیانو او مشاورینو د حضور د زیاتېدو په اړه هم شواهد موجود دي.

په عین حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې؛ کافي اسناد او شواهد په لاس کې لري چې؛ د پاکستاني پوځیانو حضور په جبهاتو کې څرګندوي.

د دې وزارت مرستیال نجبیب دانش په دې اړه وویل:

"موږ اسناد او شواهد لرو چې، له مخې يې پاکستاني پوځیان، په ځانګړي ډول د دې هېواد د استخباراتي شبکې او نورو بهرنيو جنګیاليو حضور ښکاره کوي؛ چې عملاً دا مهال په جبهاتو کې فعالیت کوي؛ موږ تېره ورځ د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال ۲ پاکستاني وګړي هم نیولي چې؛ غوښتل يې په سیمه کې ترورستي او تخریبي فعالیتونه ترسره کړي."

خو دا چې په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو د زیاتېدو علت څه دی؛ د سیاسي چارو کار پوه جاوید کوهستاني په دې اړه وویل:

"د افغان جنګیالیو په لیکو کې د بهرنیو وسله والو د ډيریدلو یواځنی لامل د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو ترسره کول وو؛ بل علت دا دی چې، د بهرنیو ځواکونو په و تلو سره پاکستان په دې هڅه کې دی چې؛ په افغانستان کې جګړې ته زور ورکړې؛ دا یو پیچلی استخباراتي جنګ دی، باید راتلونکی حکومت له پاکستان سره په خپله بهرنۍ تګلاره کې بدلون راولي."

افغان حکومت په کراتو د پاکستان د پوځ له خوا په افغانستان کې د حملو د زیاتیدو په اړه خپل اعتراضونه دې هیواد ته سپارلي؛ خو تراوسه یې کومه نتیجه نه ده ورکړي.

یو شمیر څيړونکي بیا وايي چې؛ افغان حکومت باید دا مساله د ملګرو ملتونو له سازمان سره مطرح کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG