د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

نور: راتلوونکې اوونۍ به د رایو د باطلیدو پروسه پيل شي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، راتلوونکې اوونۍ به د جمهوري ریاست د دویم دورانتخاباتو د رایو د ابطال پروسه پيل شي.

د دغه کمیسیون ویاند نورمحمد نورد جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د هغه کمیپیوټري سیسټم د بشپړیدوکار به چې پاکې رایې له تقلبي رایو څخه بیلوې د شنبې تر ورځې پورې پای ته ورسیږي.

ښاغلي نورهمدارنګه وویل، د رایو د باطلیدو پروسه به د دواړو انتخاباتي ټیمونو د استازو، ملي او نړېوالو څارونکو په حضورکې پیل شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له یوې مودې ځنډ وروسته بلاخره اعلان وکړ، چې د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو د رایو د باطلیدو بهیرچې په دې پروسه کې ترټولو مهمه برخه جوړوي راتلونکې اوونۍ پیل شي.

د دغه کمیسیون ویاند نورمحمد نور د جمعې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د دغې پروسې په اړه ټولې پریکړې به د دواړو ټیمونو د استازو او نړېوالو څارونکو په موجودیت کې ترسره شي.

د ښاغلې نور په وینا، هغه کمپیوتړي سیسټم چې په مرسته به یې پاکې رایې له ناپاکو څخه بیلې شي تر راتلوونکو دوو ورځو پورې د ګټې اخیستنې وړ وګرځي:

″راتلوونکې اوونۍ د افغانستان د خلکو او کمیسیون لپاره ډيره مهمه ده.

د هغه پرمختللي سافټ ویرکاربه چې چک لستونو وراچول کیږي نن یا سبا پای ته ورسيږي، په راتلوونکي اوونۍ کې به د دغو چک لستونو په اړه د کاندیدانو د استازو او ملي او نړېوالو څارونکو په حضور کې تصمیم ونیول شي.″

ښاغلی نور وایې، چې د دویم دورانتخاباتو د رایود تفتیش د بهیرد چټکۍ لپاره هڅې روانې دي.

نوموړی وایي، په راتلوونکې څو ورځو کې به د رایو د تفتیش له هرسل کسیزه ټیم سره پنځوس تنه نور روزل شوي کارکوونکي یوځای شي، چې په مجموعي ډول به په دوو کاري شفټونو کې درې سوه تنه دغه بهیرمخ ته یوسي.

ښاغلی نور وايي، د جمهوري ریاست د دویم دورانتخاباتو د رایو د تفتیش د بهیرله پیله تراوسه پورې څلور زره شپږ سوه شپږ اویا صندوقونه څیړل شوي دي.

د دغه کمیسیون د معلوماتو له مخې تر اوسه د کابل، وردګ، هرات، کندهار، بغلان، لوګر، غزني، کندز، پکتیا، فاریاب، غور، او تخار ولایتونو د رایو صندوقونه له سره کتل شوي دي.

ښاغلي نور زیاته کړه، د پنجشنبې په ورځ هم د تفتیش ټیمونو د ملي او نړېوالو څارونکو په حضورکې خپل کارته دوام ورکړ:

″د پرون ورځې هغه شمېرې چې لاس ته راغلي او تفتیش شوي دي، د ملګرو ملتونو د اته څلویښتو څارونکو په حضور کې د شپې تراتو بجو څه باندې پنځه سوه او شپږ نوي صندوقونه څیړل شوي، په مجموعي ډول یو زرو نهه پنځوس کسانو دغه بهیر څارلی دی‎.″

د دویم دورانتخاباتو د رایود تفتیش بهیرد جمعې په ورځ د تیرو دوو ورځو په نسبت چې د دواړو انتخاباتي ټیمونو د ناظرینو ترمنځ د رایو د تفتیش پرسرد نظراختلاف پيدا شوی وو، څه نا څه ارامه وو.

نن د دواړو ټیمونو استازي ظاهرآ د رایو د تفتیش د بهیره خوښ و، خو دواړو د دغه بهیر پرچټکۍ ټینګار درلود.

دغه استازي وايي، هرڅومره چې د رایو د تفتیش د بهیر کارکوونکي ښه وروزل شي کار به یې په هماغه اندازه شفاف وي.

XS
SM
MD
LG