د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

راز: نیویارک ټایمز ورځپاڼه نفاق اچوونکي مطالب خپروي


د جمهوررئیس د ویاند مرستیالې عادلې راز د نیویارک ټایمز ورځپانې هغه راپور رد کړ، چې ګواکې ولسمشرکرزی حالات پیچلي کوي او ډاکتراشرف غني احمدزی دې ته هڅوي چې د جان کري د طرحې پر سیاسي اړخ معامله ونه کړي.

عادلی راز ازاډي راډیو وویل:

″د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دا ډول بې اساسه خبري راپورونه د منل شویو ژورنالیستیکي اصولو پرخلاف دي او سیاسي اهداف لري.″

عادلې راز زیاته کړه، چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د پروسې له پیل څخه دا څووم ځل دی چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د دا ډول مطالبو په خپرولو سره غواړي د افغانانو په منځ کې تفرقه واچوي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیالې وویل، موږ د دغې ورځپاڼې ادارې ته مخکې هم د دوی د نفاق اچوونکو مطالبو په اړه لیکلي وو، خو دوی بیابیا د دا ډول مطالبو په خپرولو لاس پورې کوي، چې اوس باید له دغې ورځپاڼې سره د افغانستان د نافذو قوانینو په رڼا کې جدي چلند وشي.

XS
SM
MD
LG