د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۲۰

حامد کرزی: افغانان انتخاباتي نتایجو ته سترګې په لار دي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري نن د جمعې په ورځ په افغانستان کې د دوهمې ورځې لپاره خبرې پیل کړې.

کري له ولسمشرکرزي په کتنه کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د رایو د تفتیش د پروسې او د دغې پروسې د ژر تر ژره پای ته رسېدو په باب خبرې وکړې.

ولسمشر کرزي په دغه کتنه کې په خپل دریځ یوځل بیا ټینګار وکړ، چې د افغانستان خلک د انتخاباتو نتیجې ته سترګې په لاره دي او غواړي چې د نوي جمهوررئیس د تحلیف مراسم ژر تر ژره ترسره شي.

ولسمشر وویل، چې د انتخاباتو د نتیجې د اعلان ځنډ پرحکومتي چارو، د هېواد پراقتصادي او امنیتي وضعیت منفي اغیزکړی دی او په دې وروستیو کې په افغانستان کې د خارجي تروریستان حضوراو زموږ پرخلکو تروریستي بریدونه هم زیات شوي دي.

حامدکرزي څرګنده کړه چې؛ د افغانستان د خلکوانتظارباید نورپای ته ورسیږي او د انتخاباتو نتیجه له ژمنې سره سم، د روانې عیسوي میاشتې (اګست) دننه اعلان شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري د انتخاباتو د پروسې په باب خوشبیني وښوده او وې ویل، چې د انتخاباتو د پروسې ټولې اړوندې چارې په سمه توګه روانې دي او دغه پروسه به په ټاکل شوي وخت نتیجې ته ورسېږي.

جان کري د افغانستان د ولسمشرۍ کاندیدان جلاجلا ولیدل او امریکايي چارواکو وویل، چې دی به وروسته له دواړو سره درې اړخیزې خبرې وکړي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې؛ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د خبریالانو او کامرو مخته د خبرو په پیل کې د ولسمشرکرزي او جان کري تندي تروه ښکارېدل.

د هغو امریکايي چارواکو په وینا چې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره د کابل په سفر تللي، جان کري له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله وغوښتل چې؛ د سپټمبر په څلورمه د ناټو تر سرمشریزې وړاندې د یوې حل لارې د موندلو فوري توب درک کړي.

د بریتانیا په ویلز ایالت کې د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې د غړیو هېوادونو مشران هیله لري چې د روان کال له پای ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د خپلو هېوادونو د رول په اړه پرېکړه وکړي.

له جان کري سره ملګرو چارواکو وویل، چې د افغانستان د انتخاباتو په پایله کې غوره شوی ولسمشربه د ناټو په سرمشریزه کې د افغانستان له لوري ګډون وکړي.

جان کري په داسې حال کې افغانستان ته سفرکړی چې د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو رایې تر ترتفتیش لاندې دي.

XS
SM
MD
LG