د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۵

جان کري له عبدالله عبدالله او اشرف غني سره په جلا جلا ډول لیدلي


ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن په کابل کې د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو سره یو ځل بیا خبرې وکړې.

جان کري پرون کابل ته راورسید. د دې سفر اعلان وار له مخه نه و شوی. ده تیره شپه د امریکا په سفارت کې د اشرف غني احمدزي او د هغه د انتخاباتي ټیم له یوې ډلې سره، همدا راز له عبداله عبداله او د هغه د انتخاباتي ټیم له یوې ډلې سره خبرې وکړې.

د ننیو خبرو په اړه د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم ویاند فضل الرحمان اوریا ازادۍ راډيو ته وویل:

″د افغانستان د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم مشرعبدالله عبدالله او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ترمنځ خبرې روانې دي او دا خبرې د سیاسي او تخنیکي موافقې په چوکاټ کې او تعقیب دي.″

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات وروسته ترهغه لانجمن شول چې په دوهم دورکې د عبداله عبداله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالني ټیم له انتخاباتي کمیسیونونو څخه خپل څارونکي وایستل او تور یې پورې کړ چې انتخاباتي ټیمونه بیطرفه نه دي.

د لانجې د هواري لپاره د جولایي په نیمایي کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته ولاړ او د ده په منځګړیتوب د دواړو کاندیدانو ترمنځ د ټولو راییو د تفتیش په برخه کې یو تړون وشو.

خو د څه باندې اته میلیونه راییو د تفتیش بهیر تراوسه څو ځله له ځنډ او خنډ سره مخامخ شوی دی او تردې دمه د راییو له ۲۳۰۰۰ صندوقونو څخه تر ۵۰۰۰ لږ صندوقونه تفتیش شوي دي.

د اشرف غني احمدزي د بدلون او دوام د انتخاباتي ټیم ویاند فیض اله ذکي وایي، چې جان کري چې کله تیره شپه له اشرف غني احمدزي سره وکتل نو د تیرې موافقې له مخې یې چې د راییو د څیړلو په برخه کې کوم پرمختګ شوی دی د هغه ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې نتیجه باید دواړو لوریو ته د منلو وي:

″د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې د راییو د څیړلو په پای کې چې کله نتیجې اعلانیږي، نو هیله دا ده چې ټولې خواوې هغه ومني.″

جان کري تیرځل د ملي وحدت پرحکومت هم ټینګار کاوه. د امریکا د بهرنیو چارو د وزرات ویاندې جین ساکي په یوه بیان کې وویل، چې جان کري د کابل د سفر پر مهال دا ځل دواړه کاندیدان هڅوي څو دهغو موافقو د عملي کولو لپاره چې د جولای په میاشت کې یې کړې وې یو سیاسي چوکاټ جوړ کړي.

اسوشیتد پریس اژانس د هغو امریکایانو په وینا چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره د کابل د سفر پر مهال ملګري دي خبر ورکوي چې جان کري له عبداله عبداله او اشرف غني احمدزي څخه په شخصي ډول دا هیله وکړه چې اختلافات مخکې تر دې چې د سپتمبر په څلورمه په ویلز کې د ناټو د مشرانو غونډه جوړیږي هوار کړي.

تمه ده چې په دې غونډه کې د ناټو غړي هیوادونه په افغانستان کې تر روان کال وروسته د خپل برخلیک په اړه پریکړه وکړي.

دغو امریکایانو چې له جان کري سره کابل ته تللي دي دا هم وویل چې د ناټو د مشرانو غونډه یو فرصت دی څو نوی افغان ولسمشر هلته ځان ورمعرفي کړي او د خپلې کابینې غړي وروپیژني.

XS
SM
MD
LG