د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

نور: پاکې رایې به له ناپاکو څخه د یوه پرمختللي سیسټم په وسیله بیلې شي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايې چې؛ د تقلبي رایو د باطلولو په اړه له یوه پرمخ تللي کمپیوټري سیسټم څخه به کار واخستل شي.

د دې کمیسیون ویاند د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته ویل، چې ټاکل شوې ده په نژدې ورځو کې دا سیټم نهايي او د تورو رایو د باطلیدو پروسه پیل شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایې، د رایو د تفتیش له پیله تر اوسه درې زره څلورسوه اته څلویښت د رایو صندوقونه څیړل شوي او د تقلبي رایو د باطلولو پروسه به هم په نږدې ورځو کې پیل شي.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نورد چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل، چې پاکې رایې به له ناپاکو څخه د یوه پرمخ تللي سیسټم په وسیله بیلې شي، نوموړې په دې اړه وویل:

″د رایو د باطلولو لپاره یو کمپیوټري سیسټم ترکارلاندې لرو، چې عملآ په دې اړه پرمختګونه هم شوې دي، یو سافټ ویردی چې ټول چېک لست باید په هغه کې انټر شي او له هغه وروسته بیا تصمیم نیول کېږي.

اتومات به د کمپیوټر په وسیله دا رایې بیلې شي او دا سیسټم د نهايې کېدو په حال کې دی.″

ښاغلي نور وویل، چې ټاکل شوې د رایو پاڼو د تفتیش ټیمونو شمېرهم په نږدې ورځو کې ډيرشي ترڅو د رایو بیا څیړنه په شاوخوا شلو ورځو کې بشپړه شي.

سره له دې چې د چهارشنبې په ورځ د دې پروسې له پیله څو ساعته وروسته د دواړو کاندیدانو د دوو څارونکو ترمنځ فزیکې شخړې دا لړۍ څو دقیقې وځنډوله خو وروسته دا ستونزه حل او د تفتیش پروسه بیرته پیل شوه.

په عین حال کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور وویل، چې د رایو ټول صندقونه پرته له کومې ستونزې د دې کمیسیون مرکزې دفترته انتقال شوي دي:

″د رایو ټول صندوقونه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مرکزې دفتر ته انتقال شوې دي، او موږ د نړېوالو ادارو په ځانګړي ډول له ایساف، افغان امنیتي ځواکونو اونورو ادارو څخه په دې برخه کې مننه کوو، ټول 22 زره او اته سوه 28 صندقونه تیره ورځ د دې کمیسیون مرکزي دفتر ته انتقال شوي دي.″

د انتخاباتو خپلواک کمسیون وايې، چې دا پروسه د مخکني طرزالعمل له مخې پرمخ ځي.

د دې کمیسیون چارواکې ډاډ ورکوي چې یاده پروسه به په 20 ورځو کې بشپړه شي، خو یو شمېرکارپوهان په دې باوردي چې دا پروسه پڅه روانه ده او ممکن ډیر وخت ونیسي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG