د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۰۸

تورن جنرال هارولډ ګرین د یوه افغان پوځي له خوا وژل شوی دی


د امریکا د دفاع وزارت دا منلې چې تورن جنرال هارولد ګرین پرون په کابل کې د یوه افغان پوځي یونیفورم لرونکې کس له خوا وژل شوی دی.

دا له ۲۰۰۱ کال راهیسي ترټولو لوړ پوړی امریکایې افسر وو، چې په افغانستان کې وژل کېږي.

پنتاګون وایې، برید کوونکې یو افغان عسکر وو. په دې برید کې د یوه الماني جنرال په ګډون پنځلس نور بهرني سرتیري ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړي استازي او د امریکا سفارت د اعلامیو په خپرولو سره دا یوه تراژیدي بللې ده.

د امریکا د دفاع وزارت وایې، تورن جنرال هارولد ګرین د امریکا ترټولو لوړ پوړی مقام دی چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې وژل شوی دی.

پرنوموړي پرون د کابل په یوې پوځي اکاډمۍ کې د یوه پوځي یونیفورم لرونکې له خوا برید وشو.

د پنتاګون ویاند جان کربي ویلي چې؛ برید کوونکې یو افغان سرتیری وو چې په خپله هم تربرید وروسته وژل شوی دی.

جان کربي پرون په ویرجینیا کې یوې خبري غونډي ته وویل:

″دا پیښه به د افغان او ایساف چارواکو له لوري په ګډه پلټل کېږي او تحقیقات همدا اوس پیل شوي دي.

موږ د دې وضعیت په اړه ترهر ډول ګمان وړاندې دې ته اړتیا لرو چې دغه تحقیقات دوام وکړي.″

راپورونه وایې، په دې پیښه کې پنځلس نورکسان ټپیان شوي چې د پنتاګون په خبره په ټپیانو کې هم امریکایې سرتیري شته.

دغه راز د جرمني پوځ ویلي چې؛ یو المانی جنرال په دغه پیښه کې ټپي شوی دی، خو وایې روغتیایې حالت یې ډیر خراب نه دی.

د ناټو افسران پرون د کابل د قرغې په کمپ کې د پوځي اکاډمۍ لیدو ته ورغلي وه چې د یوه افغان پوځي یونیفورم لرونکې کس له خوا برید ورباندې وشو.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې دا تایید کړه چې؛ په ټپیانو کې درې تنه افغان سرتیري دي:

″یوه کس د ملي اردو په جامه کې ډزې کړي، څو تنه یې ټپیان کړي چې درې یې د ملي اردو غړي دي.″

نوموړي نور جزییات ورنه کړل.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش په یوې اعلامیه کې ویلي چې نړېوال ځواکونه په افغانستان کې د امنیت تامینولو لپاره یو مهم رول لوبوي او د دغه هېواد د ښې راتلونکې او ثبات لپاره افغانانو ته مهمې روزنې ورکوي.

یان کوبیش په دې پیښه کې د وژل شویو افغانانو او د هغو د نړېوالو همکارانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.

په کابل کې د امریکا سفارت هم دغه پیښه غندلې ده.

افغان ولسمشرحامد کرزي تر پیښې وروسته د اعلامیې په خپرولو دا برید په سختو الفاظو غندلی دی او هغه یې د داسې کسانو کاربللی چې د ده په وینا نه غواړي افغانستان پیاوړي بنسټونه ولري.

د طالبانو له خوا په یوه اعلامیه کې د دغه افغان سرتیري او هم د هغه پولیس افسر ستاینه شوې ده چې په پکتیا ولایت کې یې ورته برید کړی، خو د طالبانو ویاند د بریدونو مسولیت نه دی اخستی.

په روان میلادي کال کې د افغان ځواکونو له لیکو پر بهرنیو ځواکونو حملې یو څه کمې وې، خو په ۲۰۱۳ م کال کې لس داسې حملې شوي، چې په نتیجه کې یې شپاړس بهرني عسکر وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG