د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

د نړېوالو ځواکونو په وتو به افغان اقتصاد خپله بار او بستره وتړي؟


د څه د پاسه یوې لسیزې راپدیخوا په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو حضور د دې هېواد اقتصاد ته اوږه ورکړې ده.

خواوس چې دا ځواکونه په وتو دي او د بهرنیو سرتیرواډې هم مخ په تړل کیدو دي، زیاتره هغه افغانان چې له دغو ځواکونو او یا د هغوي په اډو کې يې کار کړی له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کیږي.

عتیق الله د کابل په شمال کې د بګرام پوځي اډې ترڅنګ د ماتو ایرکنډینشونو، استعمال شوو توشکونو او غیرمنظمو پلاستیکي او اوسپنیزه پرزه جاتو کارو بار لري.

خواوس چې د بګرام اډه هم محدودیږي او د سرتیرو شمېرمخ په کمیدو دی عتیق الله غواړي څه چې لري هغه وپلوري او خپله بار و بستره وتړي.

د عتیق الله په غرفه کې اکثره پرزې او مات ګډ سامان الات له بګرام اډې څخه راوړل شوي دي.

خو نوموړی وايي اوس يې د کارو بارسم نه دی:

″ما درې څلور میاشتې دمخه د دې پرزو خرڅلاو پیل کړ. خو کاروبار ښه نه کیږي ځکه هیڅوک دا څیزونه نه اخلي. زه څه کولای شم د ژوند تیرولو لپاره نه بل کار شته او نه بله چاره شته.″

عتیق الله په ۲۰۰۴ میلادي کال کې په بګرام اډه کې د الوتکو د یوې اوږدې او پراخې رن وې د جوړولو قرارداد ترلاسه کړ، له هغې وروسته يې دې پوځي اډې ته د ساختماني موادو د انتقال قرارداد واخست.

خو د روان میلادي کال په پیل کې نوموړی په ناڅاپي توګه له دې دندې لری کړای شو.

عتیق الله وايي، هغوی ورته وویل چې نور ورته اړتیا نه لري ځکه له افغانستان څخه اووځي.

د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې چې نه دی خپور شوی، شاوخوا یولس نیمه میلیونه افغانان په هغو سمیو کې میشت دي چې د نړېوالو ځواکونو له اډو او یا تاسیساتو سره یوازې پینځه کیلو متره واټن لري.

دا اډې او تاسیسات په تیرو ۱۳ کلونو کې د لسګونو زروافغانانو لپاره چې د ژباړونکو ، مستریانو، کارګرو، اشپزانو او امنیتي ساتونکو په توګه يې کار کوه، د کار روزګارسرچینه وه.

له افغانستان سره د امریکا د مرستو د څار د ادارې یا سیګار د راپور له مخې د۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ موده کې یوازې متحده ایالاتو او ګڼ شمېرکمپنیو سترو افغان قراردادیانو او شرکتونو ته په مستقیمه توګه پینځه میلیارده ډالر ورکړي دي.

د ملګروملتونو د راپورله مخې په پایتخت کابل کې د میشتو نوي په سلوکې وګړو اقتصاد د ناټو په هغو ۷۵ اډو او تاسیساتو پورې تړلی چې دغلته فعال دي.

د کابل مشهور اوباما بازارله هغو مختلفو پرزه جاتو او موادو ډک دی چې په غیر قانوني توګه له بګرام اډې څخه ایستل شوي دي.

خو دا کاروبار د ۲۰۱۱ کال له پیل راهیسې محدود شوی دی. په دغه کال کې په افغانستان کې د ناټو اته سوه اډې فعالې وې.

د نړېوال بانک د راپور پراساس د افغانستان اقتصاد چې په ۲۰۱۲ کال کې يې د ودې اندازه په سلو کې ۱۴ وه تیر کال په سلو کې درې راټیت شوی دی.

پنځوس کلن حلیمي یو له هغو افغانانو څخه دی چې د روان میلادي کال تر لومړیو پورې يې په بګرام اډه کې کار کوه.

حلیمي اوس سبزي، میوې او سګریټ خرڅوي. نوموړی هم له اقتصادي ستونزو سرټکوي:

″ما د هوايي ډګر د رن وې د پخولو ۷ کلن قرارداد درلود.خو اوس په دې غرفه کې کار کوم.دلته کم شمیر خلک اوسیږي. هغوی هیڅ شی نه اخلي ځکه پیسې نه لري.″

د بګرام ولسوالۍ د پراختیايي شورا د مشرالیاس الدین بخشي په وینا څوکاله دمخه شاوخوا پنځوس زرو افغانانو په بګرام اډه کې کارکاوه خو اوس يې کم شمېر پاتي دي.

نوموړی وايي، د روان میلادي کال تر پایه زیات شمېرنور کسان بې کاره شي.

د بګرام ګڼ شمېر سیمه ییز ځوانان اوس کار روزګار نه لري اوفعالانو د مظاهرو او نورو فعالیتونو له لارو هڅه کوي چې په سیمه کې د بې کاری د ستونزې مخه ونیسي.

ځوان فعال خطاب احمد وايي، د بې روزګارۍ له امله په سیمه کې نا امني زیاته شوې، یو شمېر ځوانانو جرمونو ته مخه کړې او ځیني نور بیا د د دولت د وسله والو مخالفانو په لیکو کې شامل شوي دي:

″پر بګرام د ماښام د تیارې له خپریدو سره عتیق الله خپله غرفه تړي، خپل ۱۵ کلن ځوی له لاسه نیسي او د کور په لور روانیږي، نوموړی وايي امریکایانو په تیرو ۱۳ کلونو کې دغلته زیاتې پیسې مصرف کړې خو د دوي په غیاب راتلونکې یقیني نه ښکاري.″

XS
SM
MD
LG