د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۴۶

"ډېر ژر به د ارګو ولسوالۍ مصیبت ځپلو ته د کورونو لپاره د ځمکو ویش پیل شي"


د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکو وايي، په راتلونکو څو ورځو کې به د دې ولایت د ارګو ولسوالۍ مصیبت ځپلو ته د کورونو لپاره د ځمکو ویش پیل شي.

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ د ارګو ولسوالۍ مصیبت ځپلو ته د یوه ښارګوټي لپاره درې سوه جریبه ځمکه استملاک شوې او د کور جوړولو خیریه موسسو ته خبر ورکړی شوی چې؛ د کورونو جوړولو ته اماده ګي بشپړه کړي:

"د وزیرانو شورا مصوبه هم راورسیده؛ چې ولایت د ځمکو د خاوندانو پیسې ورکړي؛ موږ پیسې لرو او په راتلونکې اوونۍ کې به هر یو مصیبت ځپلي ته پنځه پنځه بسوې ځمکه وویشو او خیریه موسسو چې د دې کورونو د جوړولو ژمنه کړې؛ هغو ته موهم اطلاع ورکړې چې؛ پروژې ته لاړ شي او خپل کارونه پیل کړي، ځکه چې نقشه او سروې یې دمخه شوې ده."

د بدخشان د ارګو په ولسوالۍ کې د روان لمریز کال د ثور په دولسمه د یوې خاورینې غونډۍ د ښویېدو په پیښه کې د سیمې شاوخوا دوه سوه کورونه ترخاورو لاندې او په سلګونو خلک په کې مړه شول.

د پیښې وروسته افغان جمهور رییس ښاغلي حامد کرزي حکم وکړ چې؛ د دې ولسوالۍ مصیبت ځپلو ته دې، د نویو کورونو لپاره یوه یوه نمره ځمکه ورکړل شي.

بل خوا د بدخشان اوسیدونکی وايي، پر پیښه او د جمهور رییس حامد کرزي پرحکم کابو څلور میاشتې ووتې؛ خو مصیبت ځپلو لپاره د کور جوړولو د پروژې چارې په سستۍ سره پرمخ روانې دي.

دوی له حکومته غواړي چې، د ژمي تررارسېدو دمخه دې، د سیمې د بې کوره خلکو د کورجوړولو چارې ګړندۍ کړي.

په ولسي جرګې کې د بدخشان د خلکو استازي محمد ذکریا سودا ازادي راډیو ته وویل:

"خلک غریب او احتیاج دي، کورونه یې وران شوي او که تر ژمي پورې د کور خاوندان نه شي؛ ستونزې به یې زیاتې شي، هیله ده حکومت د دې پروژې چارې ژرپیل کړي؛ ځکه اوس یې کارونه په سستي سره پرمخ ځي."

د بدخشان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې؛ مصیبت ځپلو ته درې سوه جریبه ځمکه په پام کې نیول شوې چې؛ څه باندې اته سوه کورونه به په کې له کلینک او ښوونځي سره جوړ شي.

دوی داهم وايي، کورونه به د خیرته موسساتو له خوا په وړیا توګه جوړ شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG