د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۰۳

امریکايي سناتور "لېون" د اوکراين لپاره د دفاعي وسلو غوښتنه کړې


د امريکا په سنا کې يوه ډموکراټ مشرکارل لېون د اوکراين پوځ ته د دفاعي وسلو ورکولو غوښتنه کړې ده.

د امریکا ولسمشرباراک اوباما تراوسه اوکراین ته د وسلو ورکولو څخه ډډه کړې ده.

د کارل په په وينا د اوکراين پوځونه د جلاغوښتونکو په پرتله په ښو وسلو سمبال دي.

د مشيګان ايالت سناتور د ډموکراټ ګوند غړی کارل ليون چې د امريکا د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو کميټې مشر هم دی، پرون د اوکراين په هکله په يوه محرمه غونډه کې ويلي دي چې امريکا دې اوکراين ته دفاعي وسلې ورکړي.

ده زياته کړه، چې دا حتمي نه ده چې د وسلو مرسته دې پارونکې وي خو په دې کې بايد د مرميو ضد وسلې او د مځکې څخه هوا ويشتونکي ميزايل شامل وي.

اوباما د اوکراين لپاره د وسلو مرسته رد کړه او وې ويل، چې اوس مهال ستونزه دانه ده چې څرنګه اوکرايني پوځيان پر جلا غوښتونکو برلاسي ومومي.

اوکراينيان ترجلاغوښتونکو په ښو وسلو سمبال دي نو ستونزه دا ده چې څرنګه په ختيځ اوکراين کې د مرګ ژوبلې مخه ونيسو.

خو ډموکراټ سناتورلېون د اوباما د ادارې دا څرګندونې رد کړې او وې ويل:

″هغه څه چې پرون ولسمشر وويل، زما لپاره قانع کوونکي نه دي.

ده وويل چې موږ د يوې سوليېزې پايلې هيله من يو، دا خبره پر ځای ده.

خو تاسې دې ته هم بايد پام وکړئ چې د پولي پرغاړه روسي پوځ ناست دي.″

لېون زياته کړه:

″زه فکرنه کوم چې د دفاعي او غيردفاعي وسلو ترمنځ حدود ټاکل د توجيه وړ خبره ده.

دا په دې پورې اړه لري چې موږ څه وړ مرسته ورکوو.

دا حدود بايد د پاروونکو او غيرپاروونکو وسلو ترمنځ وټاکل شي.″

د اريزونا ايالت سناتورجان مککېن، د جنوبي کېرولاينا ايالت لنډسي ګراهام، د نیوهېمپشايرايالت کيلي ايوټ په ګډون ځينو جمهوري غوښتونکو وکيلانو غوښتنه کړې ده چې امريکا دې اوکراين ته دفاعي وسلې وليږي.

خو د ډموکراټ ګوند د غړيو له خوا داسې غوښتنې دومره نه دي.

لينډسي ګراهام وويل، چې اوکراينيان له F-16 الوتکو څخه تر همويز ګاډو پورې وسلې غواړي خو زموږ له خوا به په نژدې راتلونکي کې اوکراين ته F-16 نه ورکول کيږي او جان مکېن وويل، چې اوکراينیان سپکې او د مرميو ضد وسلې غواړي.

امريکا تراوسه اوکراين ته د ۳۳ میليونه ډالرو غير پوځي وسلې ورکړي دي.

اوکراين د مارچ د مياشتې را په دې خوا د پوځي وسلو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG