د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ کب ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۳۸

پاکستان: افغانستان دې له خپلې خاورې تروریست کډوال وباسي

د پاکستان مقاماتو په شمالي وزیرستان کې پر یوې سرحدي پوستي د برید له کبله پر کابل سخت اعتراض کړی او په اسلام اباد کې یې افغان دیپلومات د اعتراض په توګه وربللی دی.

چارواکي وایې، تیره شپه ۷۰ تر۸۰ وسلوالو کسانو د افغانستان له خاورې څخه پر دغې پوستې برید وکړ، چې د پاکستاني ځواکونو د متقابلو ډزو په نتیجه کې اوه تنه برید کوونکي وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له پیل سره داسې اندیښنې راپورته شوي چې ښایې له هغې سیمي څخه له وتونکو کډوالو سره یو شمېر وسلوال مخالفین هم د افغانستان خاورې ته تښتیدلي وي.

برید تیرماښام د شمالې وزیرستان په پورته دیرسیمه کې شوی.

پاکستاني مقامات وایې، شاوخوا اتیا تنه نامعلومو وسله والو چې د افغانستان له خاورې اوښتي وه پر یوې سرحدي پوستې برید وکړ، چې د پاکستان له پوځ سره یې یو ساعته جګړه وشوه.

اوه تنه برید کوونکي وژل شوي، نهه تنه ټپیان او پاته کسان بیرته د افغانستان لوري ته تښتیدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د دغو معلوماتو په خپرولو پرکابل اعتراض کړی او پرافغان چارواکو ټینګارکوي چې د دې ډول بریدونو مخه ونیسي.اعلامیه زیاتوي:

″کابل باید پرینږدي چې تروریستان د افغانستان له خاورې څخه د بریدونو لپاره کار واخلي.″

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې کابل باید له خپلې خاورې څخه د دوی په وینا تروریست کډوال وباسي.

دا هغه څه دي چې له کلونو راهیسې د کابل او واشنګټن دواړو له لوري په خپله پاکستان ته ویل شوي دي.

واشنګټن له ډیرې مودې راهیسې پر اسلام اباد ټینګارکاوه چې د هغو سیمه يیزو او بهرنیو وسله والو کسانو په وړاندې پوځي عملیات پیل کړي چې د شمالي وزیرستانه د پټن ځایونو په توګه کار اخلي او پرافغانستان او پاکستان دواړو بریدونه پلانوي.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف لومړی هڅه کوله چې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړې، خو د جون پراتمه نیټه د کراچۍ ښار پرهوایې ډګرد وسله والو برید دې ته اړکړ چې پرشمالي وزیرستان د پوځي عملیاتو پریکړه وکړي.

د پاکستان د پوځ په خبره د دغوعملیاتو د پیل راهیسي ۵۷۰ وسله وال مخالفین او ۳۴ پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره د دغو عملیاتو پرمهال له شمالي وزیرستانه شاوخوا اته لکه کسان هم وتښتیدل، چې ډیری یې د افغانستان په خوست ولایت کې میشت دي.

اوس یوه اندیښنه دا ده چې له دغو کډوالو سره ښایې یو شمېر وسله وال مخالفین هم په پټه د افغانستان خاورې ته ننوتلي وي.

افغان حکومت ویلي سرحدي پولیس هڅه کوي چې د دغسې کسانو د ورتلو مخه ونیسي.

افغانستان او پاکستان په خپلو کې ۲۲۵۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

XS
SM
MD
LG