د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۳۸

د م.م امنیت شوری په غزه کې د اوربند په مقصد بېړنۍ غونډه وکړه

د ملګرو ملتونو امنیت شوری په عاجلې غونډه کې د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند لپاره یو پریکړه لیک تصویب کړ. د پریکړه لیک پر مسودې د امنیت شوری ۱۵ غړي، له عاجلې غونډې مخکې سلا شوي وو او په دواړو اړخونو غږ شوی چې د اختر په مبارکو ورځو او وروسته موده کې دې اوربند ټینګ کړي.

اسراییلو او حماس ډلې چې په غزې واکمنه ده؛ په تېرو دوو ورځو کې په څو موقتو اوربندونو سلا کړی وه؛ خو له اوربند څخه په مکرر ډول سرغړونې شوې وې.

د تیرو درېیو اونیو جګړو کې له ۱۰۳۰ زیات فلسطینیان او ۴۵ اسراییل وژل شوي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ته تیره شپه په تیلفون کې وویل چې؛ په غزې تړانګه کې د سمدستي اوربند اړتیا ده.

جمهور رییس اوباما له قید او شرط پرته د بشري اوربند غوښتنه کړې؛ چې وورسته به د جګړو د ختمولو لپاره په یوه دایمي اوربند بدل شي.

د نتنیاهو د غبرګون په اړه څه نه دي ویل شوي.

تیره شپه دوهم اوربند هغه مهال مات شو چې؛ حماس پر اسراییلو نور توغندي وویشتل.

اسراییلو د جولای په ۲۷مه ومنله چې؛ په غلطۍ کې یې تېره اوونۍ په غزه کې د ملګرو ملتونو پر یوه ښوونځي د هاوان ګولۍ ویشتلې وه؛ خو څوک په کې نه وو وژل شوي. د اسراییلو پوځ هغه ویډیو وښودله چې؛ ښیي د ګولۍ د لګیدو پرمهال د ښوونځي په انګر کې څوک نه وو.

فلسطینیانو ویلي، د بیت حانون په ښوونځي درې ګولۍ لګیدلې چې له امله یې ۱۶ کسان وژل شوي او زیات شمېر نور ټپیان دي.

د اسراییلو صدراعظم نتنیاهو د ملګرو ملتونو پر ښوونځیو باندې د حملو د سپیناوي په اړه د امریکا NBC ټلویزیون سره مرکه کې وویل:

"د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، له دغې حادثې یعنې په غزه کې د ملګروملتونو پر ښونځیو باندې د ګولیو له لګیدو مخکې ویلي وو؛ چې په غزه کې د ملګرو ملتونو په دوو ښوونځیو کې توغندي ځای پرځای شوي دي. ده حماس ډله غندلې وه، چې دا ښوونځي یې په مشروعو پوځي هدفونو بدل کړي دي."

د اسراییلو صدراعظم دغه راز وویل، دوی تر اوسه پنځه ځلې اوربند منلی دی؛ خو حماس د بشري اوربند په ګډون، هر ځل اوربند رد کړی اوسرغړونې یې کړي دي.

د حماس ویاند "سمع ابو زهري" د یکشنبې په ورځ په غزه کې خبریالانو ته وویل؛ دوی د ۲۴ ساعتونو لپاره په بشري اوربند سلا شوي دي:

"د ملګرو ملتونو ارزونې او په غزه کې زموږ د خلکو حالت ته په کتنې، په خاص ډول د اختر د ورځو د رخصتیو لپاره؛ فلسطیني ډلو په خپلو کې بحث وکړ او سلا شول چې، د ۲۴ ساعتونو لپاره بشري اوربند ومني. دا اوربند د یکشنبې د ورځې له دوو بجو نه نافذ دی."

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو وایي؛ په غزه کې د اسراییلو پوځي عملیات به ترهغې دوام وکړي چې؛ غزه له وسلو پاکه شي. دی وایي، له دې سیمې څخه حماس وسله وال پر اسراییلو توغندي وروي او د اسراییلو په ځمکو کې یې تونلونه ایستلي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG