د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۴۵

د کابل په روزنتونونو کې د ماشونو اختر


په کابل کې هغه ماشومان چې په روزنتونونو کې ژوند کوي؛ د اختر په ورځو کې له دې ځوریږي چې د نورو ماشومانو په څير له ښو امکاناتو برخمن نه دي.

سره له دې، چې اخترونو ته د نورو په پرتله ماشومان ډیر خوشحاله وي؛ خو په کابل کې د روزنتونونو دننه داسې ماشومان شته، چې د اختر له خوشحالیو بې برخې دي.

دا چې د کابل په روزنتونونو کې بې سرپرسته ماشومان څه ډول اختر لمانځي؛، په دې اړه ځینو روزنتونونو ته ولاړم.

د کابل ښار په روزنتونونو کې مې له یو شمیر ماشومانو سره خبرې کړې چې اختر څنګه لمانځي.

-: نوم دې څه دی او د اختر لپاره دې کوم نوې شیان اخیستې؟

"زما نوم صمیم دی، د څلورم ټولګي زده کوونکی یم. پلار مې وفات شوی، مور مې ژوندې ده او له خور سره مې په کور کې ژوند کوي؛ کالي مې نه دي کړي، څوک نه لرم چې راته کالي وکړي."

په افغانستان کې د څو لسیزو جنګ جګړو له امله ډيرو ماشومانو خپل نږدې عزیزان له لاسه ورکړل چې؛ دا مهال په سختو شرایطو کې د روزنتونونو دننه ژوند کوي.

د دغو ماشومانو په وینا، سره له دې چې په روزنتونونو کې څه ناڅه امکانات لري؛ خو د کورنۍ څخه لري ژوند کول ورته تر ټول سخت تمامیږي.

یوسف هم د دغو ماشومانو له ډلې څخه دی چې لس کاله عمر لري.

یوسف ازادي راډيو ته وویل چې، د اختر په شپو ورځو کې له خپلي کورنۍ څخه لري اوسیدل ورته ډير درد ورکوي:

"دلته موږ نوي راغلي یو، تقریباً دوه میاشتي کیږي، پلار مې په جګړې کې ووژل شو او مور مې تیر کال وفات شوه؛ زه خپله اختر په همدې روزنتون کې تیروم؛ ځکه چې خپلو ورونو لیدلو لپاره پیسې په جیب کې نه لرم؛ اختر په ما ډير سخت تیریږي، نور ماشومانو خپل مور او کورنۍ سره ګوري، خو زه هیڅ هم نه لرم ډير خپه یم."

د افغانستان د روزنتونونو رییس سید عبدالله هاشمي وايي چې؛ دا مهال له دولس زرو پنځه سوه څخه ډير بې سرپرسته ماشومان په ۸۲ روزنتونونو کې ژوند کوي.

نوموړي وویل، چې پنځه زره او اته سوه ماشومان په ۳۰ دولتي روزنتونونو کې او پاتي نور په خصوصي روزنتونونو کې ساتل کیږي:

"عمدتاً د اختر په ورځو کې اکثره هغه ماشومان په روزنتونونو کې پاتې کیږي چې؛ هیڅ څوک ونه لري او په ژوند کې ټول څیزونه يې له لاسه ورکړي وي او د امید سترګې یواځې روزنتون ته نیولې وې."

ښاغلي هاشمي وویل، چې د اختر په ورځو کې د خصوصي سکټور او د روزنتونونو د عمومي ادارو له خوا د روزنتونونو دننه ماشومانو ته ځینې مراسم هم نیول کیږي.

دوی وايي چې، په دې مراسمو کې د ماشومانو لپاره د کالیو برابرول، د اختر لپاره خوراکونه، د موسقۍ پروګرام او تفریح ځایونو ته د ماشومانو بیول شامل دي.

دا مهال په هغه اتاق کې ولاړه یم چې، دلته له ۴ سوه څخه ډيرو ماشومانو ته د اختر جامې له ګنډلو وروسته ویشل کیږي.

له سلیم څخه اورو چې وايي:

"زه د لوګر ولایت اوسیدونکی یم. په پرورشګاه کې ژوند کوم، کوم لباس چې تاسې ګورﺉ له خیاط څخه ګنډل شوي؛ موږ ته یې راوړې دي، خو دا کالي راته خراب ګنډلې."

د ورستیو ارقامو له مخې دا مهال څه باندې یو لک بې سرپرسته ماشومان په افغانستان کې موجود دي چې؛ یواځې لس فیصده يې په بیلابیلو روزنتونونو کې شپې ورځې تیروي.

له روزنتونونو سربیره د هیواد په ګوډ ګوډ کې سلګونه نور بې وزله او سرپرسته ماشومان د کور نورو غړو ته د نفقې په پیدا کیدو بوخت دي او د ماشومتوب خوندونه او د اختر خوشحالۍ ترې پاته دي.

XS
SM
MD
LG